جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهپکتيکا کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتيکا کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( چهارشنبه، د عقرب ۲۱) د پکتیکا په سروبي ولسوالۍ کې د پولیسو په کمین کې پنځلس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ياد ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وایي چې تېره شپه د سروبي ولسوالۍ شهاب الدين سیمه کې د پولیسو په کمین کې ۱۱ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ارین زیاتوي چې په دغه نښته کې پولیسو ته زیان نه دی رسیدلی.

نوموړی وایي پولیسو د وسله والو اړوند یو شمیر وسایط سوزولي او ځینې وسلې او مهمات هم پولیسو ترلاسه کړي دي .

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دافغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې سخت زور اخيستی چې عام خلک يې هم سخت اندېښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...