جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجو بايډن: د ټرمپ له لوري د ماتې نه منل د شرم...

جو بايډن: د ټرمپ له لوري د ماتې نه منل د شرم وړ خبره ده

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۲۱) بايډن په تازه خبري کنفرانس کې ویلي دي چې ټرمپ د درغلۍ ادعاوې کوي خو له دې ادعاوو سره نوموړي ته په کار ده چې ژر تر ژره د واک لېږد ته تیاری ونیسي.

د هغه په خبره د ټرمپ له لوري د ماتې نه منل د شرم وړ خبره ده او خپل حیثیت نور هم خرابوي.

بایډن دغه راز زیاته کړې چې دده ټیم دمګړی د واک د لېږد پر مسئله بوخت دی او پر دې بحثونه روان دي چې په راتلونکي حکومت کې به څوک کوم مسوولیت پر غاړه لري.

نوموړي تمه ښودلې چې ټرمپ ژر تر ژره خپله ماتې ومني او د واک د لېږد لپاره ټول رسمي مراسم ترسره کړي.

جوبایډن داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په امریکا کې ټاکنې ترسره شوي چې د بایډن رایې له ډونالډ ټرمپ زیاتې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب