شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعلي احمد جلالي: بایډن به له افغان سولې سره مسوولانه چلند وکړي

علي احمد جلالي: بایډن به له افغان سولې سره مسوولانه چلند وکړي

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۲۱) جوبایډن به په افغانستان کې له روان وضعیت سره مسوولانه چلند وکړي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي وایي چې د افغانستان او امریکا اړیکې لنډمهالې نه دي چې د نوي ولسمشر په راتګ سره به بدلېږي.

دده په خبره امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې لري، په سیمه کې خپلې ګټې لري او دا ګټې دومره ژر نه بدلېږي.

هغه همدا راز وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيک تړون لاسلیک شوی دی چې دواړه هېوادونه باید ورته ژمن وي.

هغه وایي بايډن به د افغانستان له مسئلې سره مسوولانه چلند کوي او شته تړونونه به عملي کوي.

جلالي د افغان سولې په برخه کې د شته خنډونو په اړه وایي چې په افغان حکومت کې ناندرۍ او د افغانانو ترمنځ اختلافات د سولې د ځنډ لامل دي او ښایي همدا مسئله د جګړو ددوام سبب هم شي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا نوی حکومت به د سرتېرو شمېر هم په سیمه کې وضعیت ته په کتو عیاروي او عجولانه پرېکړې په دې مسئله کې ځای نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب