تاند(چهارشنبه، د عقرب ۲۱) د امریکا نوی حکومت باید د سولې خبرو ته ادامه ورکړي خو د ټرمپ پر ګامونو دې ګام نه ږدي.
واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مطلب کې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د افغان سولې بهیر ته کتنه کړې ده.
په دې مطلب کې راځي چې بایډن هم باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو، سولې راوستلو او سرتېرو د ایستلو تګلاره ولري خو د ټرمپ پر ګامونو دې ګام نه ږدي.
د سرچینې په خبره بایډن دې د خلیلزاد په غوښتنه د سولې بهیر مخ ته نه وړي، ځکه ددې شخص یوه پرېکړه هم افغان حکومت ته د منلو نه ده، خو طالبان بیا ترې خوشاله دي.
سرچینه کاږي د خلیلزاد اقدامات د جګړو د کمېدو او سولې ته د رسېدو سبب نه دي شوي، بلکې یوازې د سرتېرو د وتلو زمینه یې برابره کړې ده، چې دا د جګړې د پای ته رسولو لار نه ده.
واشنګټن ایکزماینر دداعش ضد جګړې په اړه هم وایي چې بایډن دې د خلیلزاد په خوله په یاده جګړه کې د طالبانو د ملاتړ پر ځای دا ماموریت افغان ځواکونو ته وسپاري او بشپړ ملاتړ یې دې وکړي.
دا نشریه داسې مهال خپریږي چې تیره ورځ یو تن پخواني امریکایي چارواکي ویلې وه چې بایډن به زلمی خلیلزاد له دندې لرې نه کړي.
https://taand.net/%d9%be%d8%ae%d9%88%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%db%8c%d9%8a-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%8a-%d9%88%db%8c%d9%84%db%90%d8%8c-%da%86%db%90-%d8%a8%d8%a7%db%8c%da%89/