جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeمقالېاسلامپه ناسم منطق د نامشروع جګړې دوام | قاري صبغت الله مسلم

په ناسم منطق د نامشروع جګړې دوام | قاري صبغت الله مسلم

په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام او مشروعیت په اړه د نړۍ علماء کاملاً یو دریځ لري. تازه د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده. د دې مرکز مشر شیخ احمد الریسوني ویلي، چې دا جګړه شرعي جواز نه لري. له دې وړاندې د حرمین شریفین د مفتي اعظم په ګډو ټولو علماوو او اسلامي ټولنو دا جګړه غیر شرعي او مسلمان وژنه بللې وه.

په دې لیکنه کې کوښښ شوی چې د اسلامي احکامو په رڼا کې ټولو هغو ادعاوو  ته نغوته وشي، چې طالبانو یې ادعا کړې ده. طالبانو ادعا کړې چې د فساد په مقابل کې را پورته شوي وو او په افغانستان کې یې امارت رامنځته کړ او د امیر د ټاکلو په اړه یې هم وضاحت کړی و. دا ادعا چې د فساد په مقابل کې یې جهاد پيل کړی، ایا شرعي منطق لري؟ په هېڅ صورت نه.

د فساد په مقابل د جهاد کولو حکم په هېڅ ځای کې نه دی راغلی. او د اسلام مبارک دین له نازلېدو تر اوسه په هېڅ ځای کې د فساد په مقابل کې جهاد نه دی شوی. دا یوازې د مسلمانانو وژل دي چې په قطعي ډول حرام دي. د مسلمان وژل په هېڅ مذهب روا نه دي. 

دا نه یوازې چې جهاد نه دی، بلکې د اسلامي حکومت پر وړاندې قیام کول بغاوت دی. له بغاتو سره د قرآنی ایاتو له مخې مبارزه تر هغه وخته واجب ده چې دوی له بغاوت لاس نه وي اخیستی. 

که استدلال دا وي، چې هغه مهال خپل سري او فساد ؤ او اسلامي دولت نشو کولای چې هغه له منځه یوسي، نو د فساد په موجودیت کې باید نصیحت وشي او له امیر سره مرسته وشي چې فساد له منځه لاړ شي، نه دا چې د هغه پر وړاندې قیام وشي.

دا سمه ده چې طالبانو لومړی د فساد د له منځه وړلو لپاره قیام وکړ، د هماغه وخت اسلامي دولت ورسره همکاري وکړه. خو کله چې دوی پياوړي شول، پر اسلامي دولت یې غلبه وکړه. تسلط یې په زور ترلاسه کړ. دا د اسلامي دولت پر وړاندې بغاوت و. بغاوت چې مسلط شو بیا که څوک بیعت وکړي یا ونه کړي، مهمه نه ده. طالبان په تسلط او غلبه واک ته ورسېدل.

کله چې مجاهدین دوباره کابل ته راغلل او طالبان وتښتېدل د دوی په نامه امارت هم ورسره ختم شو. د دوی په اصطلاح د ۱۵۰۰ علماوو له لوري ترلاسه شوی مشروعیت یې هم له منځه لاړ. ځکه امیر باید ښکاره او اشکار اوسي، د اجرا کولو قدرت او صلاحیت ولري، چې خلک ورته مراجعه وکړي. د طالبانو د رژیم په ختمېدو سره دې ډلې نه قدرت د اجرا درلود او نه ملاعمر ښکاره و. حتی طالبانو هغه نشو لیدلی. اهل سنت په دې اجماع لري چې امیر باید ښکاره وي، چې حکومت وکړي، او خلک ورته مراجعه وکړي.

دا استدلال هم درست نه دی چې د ملا عمر په وفات سره نورو امیران هم د هماغې فتوا له مخې ټاکل شوي. کله چې شرعي نصوص شتون ولري د علماوو فتوا یې په مقابل کې هېڅ ډول شرعي  جواز نه لري.

که چېرې په کوم اسلامي دولت کې فساد هم شتون ولري په مقابل کې یې قیام بغاوت دی. حدیث شریف کې چې راځي که چېرې دوو خلیفه ګانو ته بیعت ورکړل شو بیا جګړه پیل کېږي نو د جګړې جوړېدل حرام قطعي ده.

د مسلمانانو ترمنځ جګړه دوه ډوله ده. یو هغه ډول چې مسلمان له مسلمان سره جنګېږي. چې دا دواړه ډلې جهنم ته ځي. هره ډله بله ډله وژني.

دویمه ډله هغه ده چې یوه معارضه او بله مدافع وي. په افغانستان کې د طالبانو ډله معارضه او مقابل طرف یې مدافع ده. په دې اړه صریح حکم دی، قران کریم معارضه ډله بغات بولي. او شرعي حکم دی چې مدافع طرف حق لري چې جګړه وکړي. او معارضه ډله جهنمي ده. تعرض طالبانو کړی دی. او د تعارضي ډلې ځای جهنم دی.

امیر چې مسلمان وي، په هېڅ صورت یې په مقابل کې قیام روا نه دی. حتی که فاسق هم وي. د مسلمان وژل په هېڅ صورت کې جواز نه لري. که مسلمان په جګړه کې د کفر په لیکه کې ولاړ وي او ووژل شو، نو کفاره به ورکوي. ځکه اسلام حکم کوي چې ده باید دقت کړی وای.

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً ۚ وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ إِلَّا أَنْ يَصَّدَّقُوا ۚ فَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ ۖ وَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ ۖ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِنَ اللَّهِ ۗ 

وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَئُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۖ لِّيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ ۚ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (25)

کله چې په ۲۰۰۲ کال کې طالبان لاړل استاد رباني کابل ته راغی. د بن کنفرانس د پرېکړې له مخې لویه جرګه جوړه شوه. په لویه جرګه کې ټولو په یوه خوله حامد کرزی د خپل جمهور رئیس په توګه نه یوازې چې تایید کړ بلکې قبول او اطاعت یې ترې وکړ. ټولې نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو کرزی صیب د جمهور رئيس په توګه قبول کړ. له همدې ځایه رسماً اسلامي دولت منعقد شو او نور یې موجودیت نه درلود. یوازې حامد کرزي او د هغه حکومت مشروعیت درلود. ځکه اسلامي شرایط یې پوره کړل او ټول ملت ترې اطاعت وکړ. د دې حکومت په مقابل کې قیام دا د شریعت د حکم له مخې بغاوت دی. له باغیانو سره مبارزه د اسلام د حکم له مخې په ټولو واجب ده او تر هغه وخت باید ورسره مبارزه وشي، چې له بغاوت یې لاس نه وي اخیستی.

دلته استدلال کېږي چې د بهرنیانو یا کفارو په ملاتړ راغلی و. دا سمه خبره ده؛ خو افغانستان دارالحرب نه و. کله چې دارالحرب نه وي او امیر مسلمان وي، په هېڅ صورت قیام او بغاوت ته اجازه نشته. د بهرنیانو شتون نشي کولای چې دا نظام غیر اسلامي کړي، چې اکثره اسلامي هېوادونه یې د داسې بهرنیانو د ملاتړ او شتون شاهدان دي.

زعیم چې مسلمان وي په هېڅ ډول یې پر وړاندې جګړه جایز نه ده، که بهرنیان وي یا نه وي. که چېرته زعیم تحت الحمایه هم وي خو چې مسلمان وي جګړه ورسره جواز نه لري؛ ځکه مسلمانان خپله مسلماني کوي. شاهد شاهدي ورکوي او صومه صلوات اجرا کېږي.

اوس چې طالبانو له امریکایانو سره تړون لاسلیک کړی او هغوی په وتلو دي؛ خو په هېواد کې جګړې زور اخیستی دی. اوس نو په کوم دلیل جګړه دوام پیدا کوي؟ دا جګړه یوازې د مسلمان د وژلو او قدرت د لاسته راوړلو لپاره ده نو هېڅ ډول شرعي جواز نه لري چې د مسلمان وینه تویه شي؛ باید دا مسایل د تفاهم او مصالحې له لارې حل و فصل شي.

ځینې نیوکه کوي چې له کفارو سره دوستي ناروا ده. بلې ناروا نه؛ بلکې که څوک د هغوی عقیده ښه وګڼي او له دې اړخه ورسره دوستي ولري دا کفر دی او مسلمان له کفارو سره د عقیدې له مخې په دوستۍ کولو کافر کېږي.

9 COMMENTS

  1. ایا یو قاری مفتی کیدای سی؟
    شر العالم شر العالم، او خصوصا چه بیا د کفر اشغال نه پیژنی.
    د لیکونکی په نظر د معاویه او نورو اصحابو رض علیهم له علی کرم الله وجهه سره جنګ ناروا وو بغاوت وو. که نه څه وو؟ قاری سیب نغواړی ووایی.
    المتغلب روا حکومت بلل سوی او بیا د هغه مخالف ناروا. دولت یانی څه؟ زه د هغه دولت نه بیزاره سوم ځکه هغه می په خپلو واجباتو کی ناکامه او ناامیده وبالو. نو اسلامی حکومت د توفک حکومت بلل ناروا خبره ده. اوسنی حکومت د چا په میل سپور راغی او څوک یی لا په خپل څپر سپور ساتی. قاری سیب نسی لیکلی.
    دا لیکنه ډیری خامیوی لری چه نه د لیکونکی او نه د په نامه جهانی عکس العمل خبره رښتیا بلل پکی ثابت سوی. په علمی نګاه دا لیکنه د منطق ټکی سوا بل منطقی ټکی نلری چه د ادب المفتی و الافتاء سره سمون وخوری.
    خدای دی افغانستان د نیمچه ملایانو نه خلاص کړی.

    • وروستې دعا دې قبول شه. البته نه یوازې نیمچه او بی سواده ملایان، بلکه د ای اس ای جاسوسان او د تا غوندې دلالانو په شمول. بخښنه دې په وي. لعنت دې وي پر منافیقینو.
      د هغو خلکو پلرونو او نیکونو ته چې مونږ اسلام ښودلې اوس یې مونږ ته را ښیي، د تعجب خبره او سرچپه دنیا. مننه

  2. شابابسي ثابت سايبه ايله د په خپلو ليکنو کي يوه نره خبره وکره خو نيمهده که داسي ووايي پوره به شي:

    خدای دی افغانستان د نیمچه ملایانو او پوره ملايانو نه خلاص کړی.

  3. کله چی په افغانستان کی د ظاهر شان نظام وو نو داود خان یی مخالفت وکړ او له خپلی صدراعظمی لاس واخیست مګر کله چی ظاهر شاه بهر ته سفر وکړ نو له وخت څخه په استفادی مرحوم سردار داود خان له روسیی همکاری وغوښته او د ظاهر شاه په وړاندی د خپل ریاست جمهوری نظام اعلان وکړ او ظاهر شاه بیرته هیواد ته راستون نشو او نه هم د داود خان په وړاندی نظامی مبارزی ته لاس اوږد کړ کچیری لاس اوږد کړی امکان لری چی ځینی سیاسیون یی ملاتړ کړی وای مګر کور ودان چی دا کار یی ونکړ چی داود خان په دوران هغه کسان چی روسیی ته وفا دار وو د داودخان نظام کی ځان ته قدرت ځای پیدا کړ چی بیا همغو کسانو د روسانو په نظامی ملاتړ داود خان په دارالامان قصر واوژه چی د داودخان په وژلو سره همدا نن پوری د وینو د بهیدلو ویالی روانی دی خدای تعالی دی نور رحم وکړی

    را به شو دیته چی تڼی د داکتر نجیب الله وخت کی د پاکستان او حکمتیار ځانګړی شخص وو او تر نن پوری ژوندی ګرځی د داود خان په وړاندی یی هم له همغه کمونستی پلوه کودتا کی برخه لرله

    مګر د دوه دورو له پوره کیدو وروسته یعنی د حفیظ الله امین له وژل کیدو وروسته روسان د افغانستان په خاوری اشغال راوړ او همدا مسعود، ګلبدین او مولوی خالص د داود خان په دوران کی پاکستان تللی وو چی هلته روسان نه وو راغلی دوی په پاکستان کی تشریف درلود سوال داده چی ولی ؟ د کوم کفری نظام یا اشغال په وړاندی دوی پاکستان ته پناه ور وړی وه او هلته پوځ ته د خدمت لپاره تللی وو؟

    په هر حال کله چی همغه روسان د نجیب الله په وخت کی ووتل او داکتر نجیب الله ټولو جهادی تنظیمونو ته لکه اشرف غنی چی دواړه احمدزیان دی او د روغی جوړی طریقه له پلرنی ورپاتی ده مصالحی ملی غږ وکړ مګر همدا حکمتیار او ربانی د هغه خبره ونه منله او خپل ورور وژنی ته چی په هغه وخت کی روسان او امریکایان نه وو زور ورکړ چی بینین سیوان په غوښتنه د اوس په پرتله د خلیلزاد د دوحی د تړون په شکل نجیب الله ته وویل چی له څوکی استعفا وکړ چی هماغه شان وشول

    را به شو دیته چی د ټولو افغانانو په یاد دی چی کله روسان راتلل نو هغوی ویل چی تورو اوبو ته ځانونه رسول غواړو دا هغه وخت کمونستی پلوه رژیم غلطی وو چی لکه څنګه پاکستان امریکایانو ته اجازه ورکړ چی طالبانو اسلامی نظام ورباندی را وپرځاوو باید هماغه رژیم روسانو ته وخت ورکړی وای چی په پاکستان حمله کړی وای او ځانونه یی تورو اوبو ته رسولی وای او تل لپاره یی لدی تور مخو ځانونه خلاص کړی وای ځکه خو اوس همدا تور مخی له هماغه بی دینه روسانو سره نظام مانور کوی مګر همدا امریکا او برتانیه ورته ګوری او ورته نه وایی چی ولی زما دښمن سره دومره نږدی اړیکی پالی

    په وخت کی چی کله په امریکا سپتمبر حمله وشوه او پړه آسامه بن لادن واخیسته نو هماغه آسامه یو وخت له امریکا سره نږدی اقتصادی اړیکی لری تاسی اوس د آسامه بن لادن زوی او لور او انګور تصویرونه وګوری چی پلار ځان نړیوالو او عربی او اسلامی هیوادونو ته د اسلام مدافع معرفی کولو مګر نن کورنی په کوم حالت کی ژوند کوی

    خبره بله خوا لاړه نشی را به شو خپلی اصلی مطلب ته!

    د افغانستان د ۳۴ ولایتونو ټول شیخ الحدیث عالمان چی تعداد له زرو نیولو تر دوه زرو پوری ښودلو شوی د وخت امیر ملاعمر ته راغلل چی جنابه افغانان او د افغانستان دولت د اقتصادی او نظامی پلوه یو ضعیف هیواد ده او له امریکا سره زور آزمایښت سرتمبګی ده نو د اوس وخت لپاره د آسامه ساتل د موږ لپاره د امریکا په مقابل کی یوه لویه بلا باندی بدله شوی نو موږ افغانانو ته پکار ده چی دا ډول شخص باید بل اسلامی هیواد وسپارو او خپل ځانونه وژغورو

    چی په مجلس کی ملاعمر د ټولو عالمانو سره هو باندی سر ښورولی مګر کله چی پاکستان څخه ځینی د آی ایس آی ته وفاداره ملایان راغلل نو د امریکا د برید لپاره بهانه برابره شی د ملاعمر ذهنیت بدل کړ او ملاعمر د خپلو افغانی عالمانو خبره په ډاګ وغورځوله او پاکستانی ملایانو خبره باندی کلک ودریده چی آخر خبره دی ورسیده چی ټول افغانستان د طالبانو څخه پاک او پاکستان د امریکا څخه زیات ډالر لاسته راوړل اود ملا ضعیف او نورو طالبانو په شمول کسان یی په بربنډ شکل طیارو ته پورته کړل او کیوبا ته یی ورسول

    سوال دلته دا پیدا کیږی چی له لومړی ورځی طالبان په کوم نوم او د کوم هیواد په مالی او نظامی مرسته د برهان الدین ربانی د دولت پر ضد او همدارنګه د ګلبدین پر ضد پاڅون وکړ؟

    بل سوال دا چی څنګه طالبانو وکولای شول چی د افغانستان اکثره ولایتونو او سمیمی تر قبضی لاندی راوستی مګر پنجشیر ته تر اخره پوری ور دننه نشول؟

    یو ویډیو کی جنرال حمیدګل وایی چی عبدالله عبدالله د مسعود په مهمانخانه زما ډیر خیال ساته؟
    نو لدی ښکاری چی عبدالله او طالبان حکمتیار د پاکستان د پوځ او استخباراتو سپیڅلی او بی معاشه ملیشی وی او دی!

    یوه خبره می له یاده ووته مخکی لدی چی داکتر نجیب الله استعفا وکړی یا وروسته له استعفا بل هیواد پناه یوسی چی شمالی ټلوالی جنګی مشر جنرال دوستم له خوا یی مخه ډب شو چی د همدی شخص اصلی قاتل دوستم کیدای نو ددی لپاره چی پښتون قاتل پښتون شی نو پاکستان د ربانی او نورو جهادی تنظیمونو په وخت کی نجیب الله ونه واژه مګر کله چی طالبان راغلل له ټولو له مخه یی ډاکټر نجیب الله ړومبی وواژه بیا یی د طالبانو په لاس په دار وځړاوو ترڅو د پښتون قاتل پښتون حساب شی او دوستم ته دخلکو پام نشی

    دلته بل سوال دا پیدا کیږی لکه څرنګه چی افغانانو د روس په وړاندی مبارزه وکړ او خپل ځانونه یی د اسلام په نوم روانه جګړه قربانی کړل نو د پاکستان دولت ته هم پکار وو چی د اسلامی نظام د ورانولو په مقابل کی امریکا ته ځای نه وای ورکړی مګر پنجاب د ډالرو لپاره همدا طالبان له مینځه بوتلل او دلته د اوسنی نظام د جوړښت لپاره زمینه برابره کړ

    بل سوال داده چی د پاکستان ولس د خپل پوځ او حکومت په وړاندی لاریون ونکړ او وونه دریدل چی ولی په افغانستان کی د اسلامی نظام په پرځولو کی له کفارو سره مرسته کوی مګر داسی ښکاری چی دوی هم په طالبانو باندی خوښ نه وو

    مګر کله چی د ربانی یعنی شورای نظار ډله بیرته کابل ته را دننه شو او دلته د کرزی په نظامی کی جمهوری نظام وو غټه برخه دوی ته ورکړل شوه نو همدی پاکستان او د ټولو اسلامی او غیر اسلامی هیوادونه په افغانستان کی سفارت خانی خلاصی کړی او ټول په رسمیت وپیژانده

    نو کله چی پاکستان د امریکا سره د اسلامی نظامی (د طالبانو اسلامی امارت) له مینځه وړلو کی مرسته وکړه نو بیرته ولی د داسی نظامی چی جمهوریت دی او همدی پآکستان په رسمیت هم پیژندلی دی بیرته د طالبانو او نورو ډلو د جوړولو په لټه کی شو

    بل اساسی سوال داده چی امریکا پر دی پوهیدله چی پاکستان له طالبانو او نورو القاعده ډلی سره اړیکه لری نو دوی (نړیواله ټولنه، ملګری ملتونه او ناټو متحدین) ولی د پاکستان په وړاندی له اقتصادی، نظامی او سیاسی فشار کار نه اخلی؟

    ټولی نړی پدی پوه شوه چی داعش مشران په عراق او سوریه کی دی او آسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ آباد یعنی د اسلام آباد د نظامی پوهنتون سره څیرمه پیدا کیږی بیا وژل کیږی او عمران خان اوس وایی چی آسامه بن لادن یو اتل وو،

    له افغان دولت می دا یوه غوښتنه ده کچیری تاسی په دی تمه کیږی چی ګورو به چی ورځ راشی نو دا وړی نه شړی کیږی ځکه هر وخت چی افغانانو ته په لاس ورغلی بیا غلی او کرار پاتی شوی

    پکار خو داده او پدی ۲۰ کلنه جګړه کی دا وو چی له پاکستان سره هر ډول سیاسی او تجارتی اړیکی بندی شوی وای ځکه همدا جمهوری نظام هم په رسمیت پیژنی او هم یی په وړاندی له جنګی ډلو نظامی او مالی ملاتړ کوی نو تاسی بیا ناست د څه لپاره یی چی هند راشی د تاسی قصد له اسلام آباد او پنجاب څخه واخلی؟

    لومړی سر اوسه باید د کندهار، هلمند، د کابل پوهنتون د حملی او هغه دوه لویی حملی چی شاه شهید سیمه وشوه او په شهر نو کی وشوه د هغه پر غبرګون کی باید خپل سفارت په پاکستان کی بند کړی وای او خپل سفیر را غوښتی وای او د پاکستان سفیر شړلی وای او له نړیوالو یی غوښتی وای چی ترڅو د پاکستان په وړاندی جدی غبرګون ونه ښایی او له پاکستان او برتانیه او امریکا تضمین وانه خیستل شی تر هغه له پاکستان سره هر ډول اړیکه ساتل د هیواد بربادی ده

    ولسمشره ته باید دومره ووایم چی چپ پاتی کیدل د ولس او دولت ترمینځ واټن زیاتیدو په معنا دی کچیری تاسی هم غواړی چی ولس له تاسی واټن ونیسی نو د مایک له لاری ټول ولس ته ووایه چی زور می نه رسیږی د حل لاره را وښایی چی ولس پوه شی او خپل نظامی او سیاسی طرحی له دولت سره شریکی کړی

  4. واک سیب خدای پاک دی افغانستان له نارسیده پوهانو نه خلاص کړی. دا به نیمچه ملا او روشنفکر ټول ونیسی. زمونږ نه انجنیران سم انجینیران دی نه مو ملایان پوره ملایان دی. البة پوره ملا هغه د چه په اسلام پوره پوه وی نه د لس دولوس کتابونو ویونکی. زمونږ انجنیران پوره په مټی په ماشین چلولو پوه سوی خو هغه بیا جوړولای نسی. همداسی نور هم دی.
    که وایی چه خدای دی افغانستان له پوره ملایانو نه خلاص کړی دا به د افغانستان له اسلام نه خلاصول وی، دا د کفر خبره ده. کمونستانو دا کارکاوه. خدای دی وکړی چه نا اګاهانه مو ویلی وی او د خپلی خبری په معنی نه یاست پوه سوی. کنه نو تاسو ته زما نصیحت دا ده چه توبه وباسی او کلمه شهاده ووایاست چه اسلام مو بیرته نوی سی. که مو واده کړی وی نو بیرته نکاح وکړی.
    نوری سیب خبره د تالبانو خامی نده، البة د هغوی خامی شته. خبره له خامی نه پورته ده. تاسی یو واری هم ندی ویلی چه اوس افغانستان اشغال دی او یا که تالب د یو مزدور وی نو د کابل اداره د دری شلو دولتو. له داوود نه راپدیخوا ټول د نورو مزدوران پاتی سوی. که مونږ پاک او په رښتیا ازاد خلک لرلی وای نو بیا مشکل نه وو. اوس خبره د دی ده چه څوک ډیر تور دی. دتورو دیګو سپینونه به نوی نسل کوی. زمونږ د نسل مسئولیت دا دی چه ټولو تورو ته تور ووایو، او هغوی قانع کړو چه د ځان سپینونی فریب پریږدی.

  5. په ناسم منطق د نامشروع جګړې دوام | قاري صبغت الله مسلم
    نوومبر 11, 2020Written by: taand4 Replies

    Category: اسلام, مقالې
    permalink

    په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام او مشروعیت په اړه د نړۍ علماء کاملاً یو دریځ لري. تازه د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده. د دې مرکز مشر شیخ احمد الریسوني ویلي، چې دا جګړه شرعي جواز نه لري. له دې وړاندې د حرمین شریفین د مفتي اعظم په ګډو ټولو علماوو او اسلامي ټولنو دا جګړه غیر شرعي او مسلمان وژنه بللې وه.

    په دې لیکنه کې کوښښ شوی چې د اسلامي احکامو په رڼا کې ټولو هغو ادعاوو ته نغوته وشي، چې طالبانو یې ادعا کړې ده. طالبانو ادعا کړې چې د فساد په مقابل کې را پورته شوي وو او په افغانستان کې یې امارت رامنځته کړ او د امیر د ټاکلو په اړه یې هم وضاحت کړی و. دا ادعا چې د فساد په مقابل کې یې جهاد پيل کړی، ایا شرعي منطق لري؟ په هېڅ صورت نه.

    د فساد په مقابل د جهاد کولو حکم په هېڅ ځای کې نه دی راغلی. او د اسلام مبارک دین له نازلېدو تر اوسه په هېڅ ځای کې د فساد په مقابل کې جهاد نه دی شوی. دا یوازې د مسلمانانو وژل دي چې په قطعي ډول حرام دي. د مسلمان وژل په هېڅ مذهب روا نه دي.

    دا نه یوازې چې جهاد نه دی، بلکې د اسلامي حکومت پر وړاندې قیام کول بغاوت دی. له بغاتو سره د قرآنی ایاتو له مخې مبارزه تر هغه وخته واجب ده چې دوی له بغاوت لاس نه وي اخیستی.

    که استدلال دا وي، چې هغه مهال خپل سري او فساد ؤ او اسلامي دولت نشو کولای چې هغه له منځه یوسي، نو د فساد په موجودیت کې باید نصیحت وشي او له امیر سره مرسته وشي چې فساد له منځه لاړ شي، نه دا چې د هغه پر وړاندې قیام وشي.

    دا سمه ده چې طالبانو لومړی د فساد د له منځه وړلو لپاره قیام وکړ، د هماغه وخت اسلامي دولت ورسره همکاري وکړه. خو کله چې دوی پياوړي شول، پر اسلامي دولت یې غلبه وکړه. تسلط یې په زور ترلاسه کړ. دا د اسلامي دولت پر وړاندې بغاوت و. بغاوت چې مسلط شو بیا که څوک بیعت وکړي یا ونه کړي، مهمه نه ده. طالبان په تسلط او غلبه واک ته ورسېدل.

    کله چې مجاهدین دوباره کابل ته راغلل او طالبان وتښتېدل د دوی په نامه امارت هم ورسره ختم شو. د دوی په اصطلاح د ۱۵۰۰ علماوو له لوري ترلاسه شوی مشروعیت یې هم له منځه لاړ. ځکه امیر باید ښکاره او اشکار اوسي، د اجرا کولو قدرت او صلاحیت ولري، چې خلک ورته مراجعه وکړي. د طالبانو د رژیم په ختمېدو سره دې ډلې نه قدرت د اجرا درلود او نه ملاعمر ښکاره و. حتی طالبانو هغه نشو لیدلی. اهل سنت په دې اجماع لري چې امیر باید ښکاره وي، چې حکومت وکړي، او خلک ورته مراجعه وکړي.

    دا استدلال هم درست نه دی چې د ملا عمر په وفات سره نورو امیران هم د هماغې فتوا له مخې ټاکل شوي. کله چې شرعي نصوص شتون ولري د علماوو فتوا یې په مقابل کې هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.

    که چېرې په کوم اسلامي دولت کې فساد هم شتون ولري په مقابل کې یې قیام بغاوت دی. حدیث شریف کې چې راځي که چېرې دوو خلیفه ګانو ته بیعت ورکړل شو بیا جګړه پیل کېږي نو د جګړې جوړېدل حرام قطعي ده.

    د مسلمانانو ترمنځ جګړه دوه ډوله ده. یو هغه ډول چې مسلمان له مسلمان سره جنګېږي. چې دا دواړه ډلې جهنم ته ځي. هره ډله بله ډله وژني.

    دویمه ډله هغه ده چې یوه معارضه او بله مدافع وي. په افغانستان کې د طالبانو ډله معارضه او مقابل طرف یې مدافع ده. په دې اړه صریح حکم دی، قران کریم معارضه ډله بغات بولي. او شرعي حکم دی چې مدافع طرف حق لري چې جګړه وکړي. او معارضه ډله جهنمي ده. تعرض طالبانو کړی دی. او د تعارضي ډلې ځای جهنم دی.

    امیر چې مسلمان وي، په هېڅ صورت یې په مقابل کې قیام روا نه دی. حتی که فاسق هم وي. د مسلمان وژل په هېڅ صورت کې جواز نه لري. که مسلمان په جګړه کې د کفر په لیکه کې ولاړ وي او ووژل شو، نو کفاره به ورکوي. ځکه اسلام حکم کوي چې ده باید دقت کړی وای.

    وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً ۚ وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ إِلَّا أَنْ يَصَّدَّقُوا ۚ فَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ ۖ وَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ ۖ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِنَ اللَّهِ ۗ

    وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَئُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۖ لِّيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ ۚ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (25)

    کله چې په ۲۰۰۲ کال کې طالبان لاړل استاد رباني کابل ته راغی. د بن کنفرانس د پرېکړې له مخې لویه جرګه جوړه شوه. په لویه جرګه کې ټولو په یوه خوله حامد کرزی د خپل جمهور رئیس په توګه نه یوازې چې تایید کړ بلکې قبول او اطاعت یې ترې وکړ. ټولې نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو کرزی صیب د جمهور رئيس په توګه قبول کړ. له همدې ځایه رسماً اسلامي دولت منعقد شو او نور یې موجودیت نه درلود. یوازې حامد کرزي او د هغه حکومت مشروعیت درلود. ځکه اسلامي شرایط یې پوره کړل او ټول ملت ترې اطاعت وکړ. د دې حکومت په مقابل کې قیام دا د شریعت د حکم له مخې بغاوت دی. له باغیانو سره مبارزه د اسلام د حکم له مخې په ټولو واجب ده او تر هغه وخت باید ورسره مبارزه وشي، چې له بغاوت یې لاس نه وي اخیستی.

    دلته استدلال کېږي چې د بهرنیانو یا کفارو په ملاتړ راغلی و. دا سمه خبره ده؛ خو افغانستان دارالحرب نه و. کله چې دارالحرب نه وي او امیر مسلمان وي، په هېڅ صورت قیام او بغاوت ته اجازه نشته. د بهرنیانو شتون نشي کولای چې دا نظام غیر اسلامي کړي، چې اکثره اسلامي هېوادونه یې د داسې بهرنیانو د ملاتړ او شتون شاهدان دي.

    زعیم چې مسلمان وي په هېڅ ډول یې پر وړاندې جګړه جایز نه ده، که بهرنیان وي یا نه وي. که چېرته زعیم تحت الحمایه هم وي خو چې مسلمان وي جګړه ورسره جواز نه لري؛ ځکه مسلمانان خپله مسلماني کوي. شاهد شاهدي ورکوي او صومه صلوات اجرا کېږي.

    اوس چې طالبانو له امریکایانو سره تړون لاسلیک کړی او هغوی په وتلو دي؛ خو په هېواد کې جګړې زور اخیستی دی. اوس نو په کوم دلیل جګړه دوام پیدا کوي؟ دا جګړه یوازې د مسلمان د وژلو او قدرت د لاسته راوړلو لپاره ده نو هېڅ ډول شرعي جواز نه لري چې د مسلمان وینه تویه شي؛ باید دا مسایل د تفاهم او مصالحې له لارې حل و فصل شي.

    ځینې نیوکه کوي چې له کفارو سره دوستي ناروا ده. بلې ناروا نه؛ بلکې که څوک د هغوی عقیده ښه وګڼي او له دې اړخه ورسره دوستي ولري دا کفر دی او مسلمان له کفارو سره د عقیدې له مخې په دوستۍ کولو کافر کېږي.

    4 comments

    طاهر ثابتنوومبر 11, 2020 at 10:47 amReply
    ایا یو قاری مفتی کیدای سی؟
    شر العالم شر العالم، او خصوصا چه بیا د کفر اشغال نه پیژنی.
    د لیکونکی په نظر د معاویه او نورو اصحابو رض علیهم له علی کرم الله وجهه سره جنګ ناروا وو بغاوت وو. که نه څه وو؟ قاری سیب نغواړی ووایی.
    المتغلب روا حکومت بلل سوی او بیا د هغه مخالف ناروا. دولت یانی څه؟ زه د هغه دولت نه بیزاره سوم ځکه هغه می په خپلو واجباتو کی ناکامه او ناامیده وبالو. نو اسلامی حکومت د توفک حکومت بلل ناروا خبره ده. اوسنی حکومت د چا په میل سپور راغی او څوک یی لا په خپل څپر سپور ساتی. قاری سیب نسی لیکلی.
    دا لیکنه ډیری خامیوی لری چه نه د لیکونکی او نه د په نامه جهانی عکس العمل خبره رښتیا بلل پکی ثابت سوی. په علمی نګاه دا لیکنه د منطق ټکی سوا بل منطقی ټکی نلری چه د ادب المفتی و الافتاء سره سمون وخوری.
    خدای دی افغانستان د نیمچه ملایانو نه خلاص کړی.

    واکنوومبر 11, 2020 at 11:45 amReply
    شابابسي ثابت سايبه ايله د په خپلو ليکنو کي يوه نره خبره وکره خو نيمهده که داسي ووايي پوره به شي:

    خدای دی افغانستان د نیمچه ملایانو او پوره ملايانو نه خلاص کړی.

    ګل محمد نورینوومبر 11, 2020 at 1:28 pmReply
    کله چی په افغانستان کی د ظاهر شان نظام وو نو داود خان یی مخالفت وکړ او له خپلی صدراعظمی لاس واخیست مګر کله چی ظاهر شاه بهر ته سفر وکړ نو له وخت څخه په استفادی مرحوم سردار داود خان له روسیی همکاری وغوښته او د ظاهر شاه په وړاندی د خپل ریاست جمهوری نظام اعلان وکړ او ظاهر شاه بیرته هیواد ته راستون نشو او نه هم د داود خان په وړاندی نظامی مبارزی ته لاس اوږد کړ کچیری لاس اوږد کړی امکان لری چی ځینی سیاسیون یی ملاتړ کړی وای مګر کور ودان چی دا کار یی ونکړ چی داود خان په دوران هغه کسان چی روسیی ته وفا دار وو د داودخان نظام کی ځان ته قدرت ځای پیدا کړ چی بیا همغو کسانو د روسانو په نظامی ملاتړ داود خان په دارالامان قصر واوژه چی د داودخان په وژلو سره همدا نن پوری د وینو د بهیدلو ویالی روانی دی خدای تعالی دی نور رحم وکړی

    را به شو دیته چی تڼی د داکتر نجیب الله وخت کی د پاکستان او حکمتیار ځانګړی شخص وو او تر نن پوری ژوندی ګرځی د داود خان په وړاندی یی هم له همغه کمونستی پلوه کودتا کی برخه لرله

    مګر د دوه دورو له پوره کیدو وروسته یعنی د حفیظ الله امین له وژل کیدو وروسته روسان د افغانستان په خاوری اشغال راوړ او همدا مسعود، ګلبدین او مولوی خالص د داود خان په دوران کی پاکستان تللی وو چی هلته روسان نه وو راغلی دوی په پاکستان کی تشریف درلود سوال داده چی ولی ؟ د کوم کفری نظام یا اشغال په وړاندی دوی پاکستان ته پناه ور وړی وه او هلته پوځ ته د خدمت لپاره تللی وو؟

    په هر حال کله چی همغه روسان د نجیب الله په وخت کی ووتل او داکتر نجیب الله ټولو جهادی تنظیمونو ته لکه اشرف غنی چی دواړه احمدزیان دی او د روغی جوړی طریقه له پلرنی ورپاتی ده مصالحی ملی غږ وکړ مګر همدا حکمتیار او ربانی د هغه خبره ونه منله او خپل ورور وژنی ته چی په هغه وخت کی روسان او امریکایان نه وو زور ورکړ چی بینین سیوان په غوښتنه د اوس په پرتله د خلیلزاد د دوحی د تړون په شکل نجیب الله ته وویل چی له څوکی استعفا وکړ چی هماغه شان وشول

    را به شو دیته چی د ټولو افغانانو په یاد دی چی کله روسان راتلل نو هغوی ویل چی تورو اوبو ته ځانونه رسول غواړو دا هغه وخت کمونستی پلوه رژیم غلطی وو چی لکه څنګه پاکستان امریکایانو ته اجازه ورکړ چی طالبانو اسلامی نظام ورباندی را وپرځاوو باید هماغه رژیم روسانو ته وخت ورکړی وای چی په پاکستان حمله کړی وای او ځانونه یی تورو اوبو ته رسولی وای او تل لپاره یی لدی تور مخو ځانونه خلاص کړی وای ځکه خو اوس همدا تور مخی له هماغه بی دینه روسانو سره نظام مانور کوی مګر همدا امریکا او برتانیه ورته ګوری او ورته نه وایی چی ولی زما دښمن سره دومره نږدی اړیکی پالی

    په وخت کی چی کله په امریکا سپتمبر حمله وشوه او پړه آسامه بن لادن واخیسته نو هماغه آسامه یو وخت له امریکا سره نږدی اقتصادی اړیکی لری تاسی اوس د آسامه بن لادن زوی او لور او انګور تصویرونه وګوری چی پلار ځان نړیوالو او عربی او اسلامی هیوادونو ته د اسلام مدافع معرفی کولو مګر نن کورنی په کوم حالت کی ژوند کوی

    خبره بله خوا لاړه نشی را به شو خپلی اصلی مطلب ته!

    د افغانستان د ۳۴ ولایتونو ټول شیخ الحدیث عالمان چی تعداد له زرو نیولو تر دوه زرو پوری ښودلو شوی د وخت امیر ملاعمر ته راغلل چی جنابه افغانان او د افغانستان دولت د اقتصادی او نظامی پلوه یو ضعیف هیواد ده او له امریکا سره زور آزمایښت سرتمبګی ده نو د اوس وخت لپاره د آسامه ساتل د موږ لپاره د امریکا په مقابل کی یوه لویه بلا باندی بدله شوی نو موږ افغانانو ته پکار ده چی دا ډول شخص باید بل اسلامی هیواد وسپارو او خپل ځانونه وژغورو

    چی په مجلس کی ملاعمر د ټولو عالمانو سره هو باندی سر ښورولی مګر کله چی پاکستان څخه ځینی د آی ایس آی ته وفاداره ملایان راغلل نو د امریکا د برید لپاره بهانه برابره شی د ملاعمر ذهنیت بدل کړ او ملاعمر د خپلو افغانی عالمانو خبره په ډاګ وغورځوله او پاکستانی ملایانو خبره باندی کلک ودریده چی آخر خبره دی ورسیده چی ټول افغانستان د طالبانو څخه پاک او پاکستان د امریکا څخه زیات ډالر لاسته راوړل اود ملا ضعیف او نورو طالبانو په شمول کسان یی په بربنډ شکل طیارو ته پورته کړل او کیوبا ته یی ورسول

    سوال دلته دا پیدا کیږی چی له لومړی ورځی طالبان په کوم نوم او د کوم هیواد په مالی او نظامی مرسته د برهان الدین ربانی د دولت پر ضد او همدارنګه د ګلبدین پر ضد پاڅون وکړ؟

    بل سوال دا چی څنګه طالبانو وکولای شول چی د افغانستان اکثره ولایتونو او سمیمی تر قبضی لاندی راوستی مګر پنجشیر ته تر اخره پوری ور دننه نشول؟

    یو ویډیو کی جنرال حمیدګل وایی چی عبدالله عبدالله د مسعود په مهمانخانه زما ډیر خیال ساته؟
    نو لدی ښکاری چی عبدالله او طالبان حکمتیار د پاکستان د پوځ او استخباراتو سپیڅلی او بی معاشه ملیشی وی او دی!

    یوه خبره می له یاده ووته مخکی لدی چی داکتر نجیب الله استعفا وکړی یا وروسته له استعفا بل هیواد پناه یوسی چی شمالی ټلوالی جنګی مشر جنرال دوستم له خوا یی مخه ډب شو چی د همدی شخص اصلی قاتل دوستم کیدای نو ددی لپاره چی پښتون قاتل پښتون شی نو پاکستان د ربانی او نورو جهادی تنظیمونو په وخت کی نجیب الله ونه واژه مګر کله چی طالبان راغلل له ټولو له مخه یی ډاکټر نجیب الله ړومبی وواژه بیا یی د طالبانو په لاس په دار وځړاوو ترڅو د پښتون قاتل پښتون حساب شی او دوستم ته دخلکو پام نشی

    دلته بل سوال دا پیدا کیږی لکه څرنګه چی افغانانو د روس په وړاندی مبارزه وکړ او خپل ځانونه یی د اسلام په نوم روانه جګړه قربانی کړل نو د پاکستان دولت ته هم پکار وو چی د اسلامی نظام د ورانولو په مقابل کی امریکا ته ځای نه وای ورکړی مګر پنجاب د ډالرو لپاره همدا طالبان له مینځه بوتلل او دلته د اوسنی نظام د جوړښت لپاره زمینه برابره کړ

    بل سوال داده چی د پاکستان ولس د خپل پوځ او حکومت په وړاندی لاریون ونکړ او وونه دریدل چی ولی په افغانستان کی د اسلامی نظام په پرځولو کی له کفارو سره مرسته کوی مګر داسی ښکاری چی دوی هم په طالبانو باندی خوښ نه وو

    مګر کله چی د ربانی یعنی شورای نظار ډله بیرته کابل ته را دننه شو او دلته د کرزی په نظامی کی جمهوری نظام وو غټه برخه دوی ته ورکړل شوه نو همدی پاکستان او د ټولو اسلامی او غیر اسلامی هیوادونه په افغانستان کی سفارت خانی خلاصی کړی او ټول په رسمیت وپیژانده

    نو کله چی پاکستان د امریکا سره د اسلامی نظامی (د طالبانو اسلامی امارت) له مینځه وړلو کی مرسته وکړه نو بیرته ولی د داسی نظامی چی جمهوریت دی او همدی پآکستان په رسمیت هم پیژندلی دی بیرته د طالبانو او نورو ډلو د جوړولو په لټه کی شو

    بل اساسی سوال داده چی امریکا پر دی پوهیدله چی پاکستان له طالبانو او نورو القاعده ډلی سره اړیکه لری نو دوی (نړیواله ټولنه، ملګری ملتونه او ناټو متحدین) ولی د پاکستان په وړاندی له اقتصادی، نظامی او سیاسی فشار کار نه اخلی؟

    ټولی نړی پدی پوه شوه چی داعش مشران په عراق او سوریه کی دی او آسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ آباد یعنی د اسلام آباد د نظامی پوهنتون سره څیرمه پیدا کیږی بیا وژل کیږی او عمران خان اوس وایی چی آسامه بن لادن یو اتل وو،

    له افغان دولت می دا یوه غوښتنه ده کچیری تاسی په دی تمه کیږی چی ګورو به چی ورځ راشی نو دا وړی نه شړی کیږی ځکه هر وخت چی افغانانو ته په لاس ورغلی بیا غلی او کرار پاتی شوی

    پکار خو داده او پدی ۲۰ کلنه جګړه کی دا وو چی له پاکستان سره هر ډول سیاسی او تجارتی اړیکی بندی شوی وای ځکه همدا جمهوری نظام هم په رسمیت پیژنی او هم یی په وړاندی له جنګی ډلو نظامی او مالی ملاتړ کوی نو تاسی بیا ناست د څه لپاره یی چی هند راشی د تاسی قصد له اسلام آباد او پنجاب څخه واخلی؟

    لومړی سر اوسه باید د کندهار، هلمند، د کابل پوهنتون د حملی او هغه دوه لویی حملی چی شاه شهید سیمه وشوه او په شهر نو کی وشوه د هغه پر غبرګون کی باید خپل سفارت په پاکستان کی بند کړی وای او خپل سفیر را غوښتی وای او د پاکستان سفیر شړلی وای او له نړیوالو یی غوښتی وای چی ترڅو د پاکستان په وړاندی جدی غبرګون ونه ښایی او له پاکستان او برتانیه او امریکا تضمین وانه خیستل شی تر هغه له پاکستان سره هر ډول اړیکه ساتل د هیواد بربادی ده

    ولسمشره ته باید دومره ووایم چی چپ پاتی کیدل د ولس او دولت ترمینځ واټن زیاتیدو په معنا دی کچیری تاسی هم غواړی چی ولس له تاسی واټن ونیسی نو د مایک له لاری ټول ولس ته ووایه چی زور می نه رسیږی د حل لاره را وښایی چی ولس پوه شی او خپل نظامی او سیاسی طرحی له دولت سره شریکی کړی

    طاهر ثابتنوومبر 11, 2020 at 10:48 pmReply
    واک سیب خدای پاک دی افغانستان له نارسیده پوهانو نه خلاص کړی. دا به نیمچه ملا او روشنفکر ټول ونیسی. زمونږ نه انجنیران سم انجینیران دی نه مو ملایان پوره ملایان دی. البة پوره ملا هغه د چه په اسلام پوره پوه وی نه د لس دولوس کتابونو ویونکی. زمونږ انجنیران پوره په مټی په ماشین چلولو پوه سوی خو هغه بیا جوړولای نسی. همداسی نور هم دی.
    که وایی چه خدای دی افغانستان له پوره ملایانو نه خلاص کړی دا به د افغانستان له اسلام نه خلاصول وی، دا د کفر خبره ده. کمونستانو دا کارکاوه. خدای دی وکړی چه نا اګاهانه مو ویلی وی او د خپلی خبری په معنی نه یاست پوه سوی. کنه نو تاسو ته زما نصیحت دا ده چه توبه وباسی او کلمه شهاده ووایاست چه اسلام مو بیرته نوی سی. که مو واده کړی وی نو بیرته نکاح وکړی.
    نوری سیب خبره د تالبانو خامی نده، البة د هغوی خامی شته. خبره له خامی نه پورته ده. تاسی یو واری هم ندی ویلی چه اوس افغانستان اشغال دی او یا که تالب د یو مزدور وی نو د کابل اداره د دری شلو دولتو. له داوود نه راپدیخوا ټول د نورو مزدوران پاتی سوی. که مونږ پاک او په رښتیا ازاد خلک لرلی وای نو بیا مشکل نه وو. اوس خبره د دی ده چه څوک ډیر تور دی. دتورو دیګو سپینونه به نوی نسل کوی. زمونږ د نسل مسئولیت دا دی چه ټولو تورو ته تور ووایو، او هغوی قانع کړو چه د ځان سپینونی فریب پریږدی.

  6. د ملا آی اس آی ځري هرچېرته فعاله دي . اوس یې لږ لږ پښتو خط لیکل هم زده کړیدي. دوی په هره خبر کې چې د پنجاب په تاوان وي هلته حاضر او په ګډه وډه پښتو املا د افغانستان د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو لپاره د کفر ټاپې استعمالوي .

  7. سلام عليکم ثابت سايبه
    له بابولالو موداسي معلوميږي چه تاسي هم نيمچه ملا ياسته چه په نکاح شوي سړي بيا نيکاح تړي نو زه بيابه لاس خداي(ﷻ)پورته کړو چه له نيمچه ملايايانو او ملايانونه مو د خلاس کړي. که غواړي چه پاک ملاشي زړه دله عقدو ، بد نيتي او تهمت نه پاک کړه او توبي وباسه چه الله(ﷻ) د وبښي
    دازمانصيحت وو تاسوته

  8. واحدی سیب
    که د افغانستان خیر غوښتنه د آی اس آی خبره بولی نو شل واری. مونږ کوشش کوو چه د غربی استعمار او هندی استحمار زهرجن تبلیغات وښییو. خدای مو پوره پوه کړه او د تعصب له میدانه ووزی او لیږ د ټول افغانستان په حال ځان خبر کړی.
    واحدی سیب که رښتیاسی ما له ډیره وخته راپدیخوا په پښتو لیکنه پیل کړی او زیات وخت هغه دوهم وار نه وایم. نو که ما ستاسو خاطر ملال کړی وی بښنه غواړم. زما په لیکنه کی شاید کلیواله زبه زیاته وی. دا به د مشرقیانو او کندهاریانو لپاره یوه یادونه وی چه پښتو نور لغات او ویینی لری. متوجه سه.

    واک سیب
    زما نصیحت د اسلامی وروروالی په بنست در ته لیکل سوی وو. زما خبره به دی لیږ سمه ویلی وه. تهمت واحدی سیب ویلی. ما ویلی وو خدای دی وکړی چه نا اګاهانه مو ویلی وی او د خپلی خبری په معنی نه یاست پوه سوی . دی خبری دا مانا درلوده چه ځه فرق نکوی. ګرچه په داسی خبرو کی احتیاط ښه دی. اما هغه خبره که قصدا وسی او یو کس هغه د کفری عقیدی په بنیاد وکړی نو هغه بیا کفر دی. پداسی خبره سړی مرتد کیږی. دا چه په دی خبره له تاسو نه پرته یو الله خبر دی نو زه په هیڅ وخت بی ثبوته یو کس کافر نه وبولم. ځکه که یو کس کلمه شهاده وایی او لمونځ کوی نو د هغه کافر بلل خپله کفر دی العیاذ بالله. اوس نو که یو کس مرتد سی د هغه د فقهی حکم دا دی چه د هغه نکاح پای ته رسیږی او له خپلو خپلوانو سره د هغه میراثی تعلق پریکیږی او د فقهی لمخی هغه خپل جایداد هم بایلی. نو که یو کس مسلمان وی او بیا د مرتدتوب خبره وکړی، له هغه نه وروسته باید توبه اوباسی او دا چه هغه د مرتدیدو نه وروسته نکاح نلری باید نوی نکاح وکړی. که نه خدای ناخواسته په عمر به ځان او ښځه ګناهکار کړی. له ګناه نه پرهیز ستاسو شخصی خبره ده او مونږ صرف نصیحت درته کړی وو. نور نو زمونږ په مینځ کی څه نشته چه زه له تاسو سره عقده ولرم. زه شکر د لوی الله په مهربانی په خپلی روزی قانع یم. نو په تاسو باندی ولی بدنیته سم، او زه خو تاسو نه پیژنم چه تاسو مسکین یاست یا بډایه؛ یا تاسو داسی کار کوی چه هغه زه ځان ته غواړم. په حلاله روزی ګټلو کی مو خدای لا نور هم موفق لره او خوشاله. و ما علینا الا البلاغ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب