پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeروغتیاداسې پروتین وموندل شو چې وینه ځوانه ساتي

داسې پروتین وموندل شو چې وینه ځوانه ساتي

تاند – بریتانیايي څېړونکي د یوه داسې پروتین په پېژندلو بریالي شوي چې د وینو د بنیادي حجرو په ساتنه کې حیاتي رول لري او په وینه کې د عفونت او ناروغۍ مخه نیسي.

څېړونکي باور لري چې د دغه پروتین کشف مرسته کوي چې د انسان د وینې د ځوانې او ښه ساتنې لپاره نوې طریقې وموندل شي.

د وینې جوړولو بینادي حجرې (HSC)، چې د هډوکي په مازغو کې موندل کېږي او په وینو کې د نورو حجرو او دغه راز د معافیتي حجرو د تولید سرچینه ګڼل کېږي، د وینې د کیفیت د خوندیتوب او د ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې د زړښت او خطرونو په وړاندې دا حجرې په خپله څنګه وساتو.

هغه پروتین چې څېړونکو د وینه جوړوونکو بینادي حجرو د ساتنې لپاره پېژندلي، (YTHDF2) نومېږي.

تراوسه پورې په موږکانو باندې په دې برخه کې شوې تجربې ښيي چې مثبتې دي او تمه کېږي چې په راتلونکې کې پر انسانانو هم ازمېښتونه وشي.

که دا ازمېښتونه بریالي شول نو د الزایمر (هېره) په شان ناروغیو د مخنیوي په برخه کې به لوی پرمختګ وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب