جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د افغانستان ۷۵ سلنه خلک د جمهوریت ملاتړي دي

ولسمشر غني: د افغانستان ۷۵ سلنه خلک د جمهوریت ملاتړي دي

تاند (سه شنبه د عقرب ۲۰) ولسمشر اشرف غني د شانګهای سازمان په شلمه غونډه کې چې د روسیې په کوربتوب جوړه شوې وه ګډون وکړ.

د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه آنلاین ناسته چې نن ماسپښین د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په کوربه توب جوړه شوې وه، د سیمې د هېوادونو یو شمېر مشرانو هم پکې ګډون کړی و.

ولسمشر غني له دغه سازمانه وغوښتل چې په افغانستان کې د اساسي قانون پر اساس له جوړ نظام او د دوامداره سولې بهیر څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا، د تروریستي ډلو او د مخدرو موادو د قاچاق او په افغانستان کې د ځیني نورو ګواښونو پر وړاندې د یاد سازمان په مبارزه ټینګار وکړ.

که څه هم ښاغلي غني د شویو سروې ګانو سرچینې یادې نه کړې خو زیاته یې کړه چې طالبان د ۴-۸ سلنه خلکو ملاتړ له ځانه سره لري، په داسې حال کې چې د افغانستان له ۷۵ سلنې زیات خلک له جمهوري نظام څخه ملاتړ کوي.

ولسمشر غني وویل، د افغانستان د اساسي قانون د نظم ګډوډول د ترهګرۍ د پراختیا لامل او د شانګهای د همکاریو پر سازمان به هم منفي تاثیرات ولري.

محمد اشرف غني په افغانستان کې پر ښونیزو مرکزونو او ښارونو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، ددې پر ځای چې طالبانو تاوتریخوالی کم کړی وی د خپلو ژمنو خلاف لا پسې زیات کړی دی.

د افغانستان ولسمشر په داسې مهال د یاد سازمان په غونډه کې دغه څرګندونې وکړې چې د افغان دولت او طالبانو مذاکره کوونکي ټیمونه په دوحه کې دي او د شاوخوا دوه میاشتو په تېرېدو سره د سولې د خبرو په کړنلاره کومې مشخصې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

5 COMMENTS

  1. (طالبان د ۴-۸ سلنه خلکو ملاتړ له ځانه سره لري، په داسې حال کې چې د افغانستان له ۷۵ سلنې زیات خلک له جمهوري نظام څخه ملاتړ کوي)
    دی روشنفکر دا احصایه له کومه ګوډی رایستلی ده؟ دا دځان خطاینه ده.

  2. محمد اشرف غنی د افغانستان منتخب رئیس جمهور دی ده ته چې د خپل ملت ارقام معلوم نه وی نو چاته به معلوم وی؟

    هغه کسان چې پردی پال دي د هغه هره خبره ورته د دوي پرسر د اسمان تیګه وی

  3. وروڼو مه پریږدی دخپلی خوشباوری باد مو د حقیقت له میدانه بړبوږی کړی. اوس د دی وخت ندی چه علم د سیاستمدارانو په کڅوړه کی منحصر کړو.
    هغه کسان چه له سیاسی چلونو نه خبر وی هغه پوهیږی ارقام څنګه تخلیق کړی او هغه بیا په خپله کټه استعمال کړی. دا چه غنی د جهانی بانک کارکونکی وو نو هغه په داسی چلونو ښه پوه دی. مونږه د دی بانک یوه زړه تحقیقی نتیجه ویلی او د هغی په هکله اوږده اکادمیک غوغا او بیا د هغی نتیجی سرچینی. وروسته محققینو ثابته کړه چه هلته ارقام نسخ او مسخ سوی وو.
    د امریکا سیګار منلی چه د کابل اداره په پنځوس سلنه خاوری باندی مسلطه ده. ځنی نور هغه اویا سلنه بولی. دا چه تالبان په کمپنی کی امنیت نیسی نو ستاسی څه خیال کیږی چه غنی ته به څنګه د دقیقی او باوری احصایی امکان برابر سوی وی. تنها دا ویلای سو چه غنی به د خپل ارګ له کاروکونکو دا پوښتلی وی او یا به نور داسی ځایونه.
    په هر احصاییه کی دوه لوی شرطونه دا دی چه هغه صحیح وی او د باور وړ. صحیح یانی په علمی او تخنیکی اصولو ولاړه وی او د باور وړ یانی دهغی نتیجی د تعمیم وړتیا ولری. په دی هکله باید د هیڅ خودغرضی احتمال نه وی او د سروی ځایونه د خلکو نه د نمایندګی صلاحیت ولری. نو اوس تاسی قضاوت و کړی چه ایا په اوسنی شرایطو کی داسی احصایی اخیستل کیدای سی؟
    که ستاسو قضاوت دا وی چه په غنی اعتراض کول د پردیو پالنه ده نو هغه ستاسو قضاوت دی، اما په ازاده دنیا کی څوک داسی خبری د دیکتاتوری د پلویانو خبری بولی.

  4. (محمد اشرف غنی د افغانستان منتخب رئیس جمهور دی)
    رښتیا؟ افغانستان څه بالا دیرش میلیونه خلک لری او غنی څه کته څه بالا یو میلیون رایی وړی. د کابل خلک د څلور میلیون نه زیات دی. نو دا څنګه د افغانستان منتخب نماینده بلل کیدای سی؟ کیدای سی د خپلی اداری د مامورینو نمایندګی ولری او بس.
    مونږ باید خپلی خبری په دقیق ډول ولیکو. که چیری بل فورمول وی نو مهربانه سی مونږ ته یی رازده کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب