جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeجنرال وزیريستراتیژي او تاکتیک| جنرال دولت وزیري

ستراتیژي او تاکتیک| جنرال دولت وزیري

په پوځي دکتورینو کې پر پوځي ستراتیژي او تاکتیک پوهېدل خورا اړین بلل شوي دي. تل په تاکيد سره سپارښتنه شوې ده چې د ټولو قدمونو قوماندانان له ډلګي څخه نيولې بيا د اردو تر ګروپ پورې د خپل مسئولیت او مقام په نظر کې نيولو سره د پوځي تاکتيک او ستراتیژۍ په هکله بايد بشپړ معلومات ولري او په دې باید وپوهېږي چې چیرې او په څه ډول له کوم ډول تاکتیک او ستراتیژي څخه کار واخیستل شي. ځکه د ستراتیژۍ ټول مفهوم په دې کې دی، چې په کوم قوت او څه وخت باید جګړه وشي، د تاکتیک ټول مفهوم بیا په دې کې خلاصه کیږي، چې په څه ډول جګړه تر سره شي. که قوماندان په دې اصولو پوه وي بیا نو بریالی او د جګړې په فن پوه قوماندان دی.

د ډلګي قومندان باید د ډلګي په استعمال او اداره کولو پوره بلديت ولري. د اردو او د اردو د ګروپ قوماندانانو ته اړينه ده چې له ستراتیژۍ، اوپراتيف او تاکتیک سره کاملا بلد وي او د اړتيا له مخې وکولای شي چې له تاکتیک، اوپراتيف او ستراتیژۍ څخه پر خپل ځای او پر خپل وخت ګټه پورته کړي.

جګړه د هېڅ یوې لانجې د حل لاره نه ده، خو کله چې هېوادونه مجبوره کېږي جګړې ته مخه کړي، نو په کار ده، د جګړې له ټولو تاکتیکونو د بریا لپاره کار واخیستل شي، داسې بریا چې ځاني او مالي زیان یې لږ، خو لاسته راوړنه یې زیاته وي. په جګړه کې خلک وژل کیږي، هيواد مو ویجاړيږي او پایله يې د دښمن په ګټه پای ته رسیږي. هوښیار خلک خپلې ستونزې په خبرو حلوي.

د جګړې له تاکتیک پر خپل وخت استفاده اړینه ده، چې د جګړې رهبري کوونکي او قوماندانان یې باید تشخیص وکړي.

په همدې توګه بولو به ویل:

«ستراتیژي هغه حرکات دي، چې د دښمن له دید او لید لیرې تر سره کیږي او بیا تاکتیک د دښمن د مستقیم نظر او دید لاندې اجرا کیږي.»

جومیني وایي:

«ستراتیژي د جنګ ټوله صحنه رت مطالعې لاندې نیسي او  بیا تاکتیک د یوه پوځ حرکات د جګړې په جریان کې تر نظر لاندې ساتي او مطالعه کوي يي.»

اندره بوفربا وايي:

«ستراتیژي د جنګ او زور هنر دی او بیا تاکتیک د وسلو د استعمال هنر ته وايي.»

ځینې بیا ستراتیژي او تاکتیک سره یو ځای کوي، روستو په دې اړه وايي:

«ستراتیژي د پوځونو د سوق او ادارې هنر ته وايي، چې په دې کې د جنګونو هنر، د حرکاتو او ځای پر ځای کولو هنر ټول راځي.»

په هر صورت هغه قوماندان، چې د جګړې په فن پوه او ښه روزل شوی وي کولی شي ستراتیژي او تاکتیک دواړه په خپل ځای استعمال او ګټه ترې پورته کړي.

په دې ورځو کې چې جګړو زور اخیستی دی او د تلفاتو شميره هم ډیره شوې ده، په سمه توګه له پوځي ستراتیژي او تاکتیک څخه د ګټې پورته کولو اړتيا له بل هر وخت څخه ډېره اړینه ده.

نن سبا نه یوازې افغان امنیتي ځواکونو خپل تاکتیک بدل کړی، بلکې د دولت په مخالف لوري کې هم د جګړې، حملو او تخریبي کړنو ستراتیژي بدله شوې ده.

دښمن کوښښ کوي چې له ځانمرګو بریدونو، باصقین، ماين ایښودلو، په جزوتامونو کې د خپلو نفوذي کسانو ګټه پورته کولو، له ليرې څخه د ړندو راکټونو ويشتلو او ترور څخه ګټه پورته کړي.

په داسې حالاتو کې اړينه ده چې د دښمن د ټولو حرکاتو په مقابل کې له معقول او پر ځای تاکتيک څخه کار واخیستل شي. په مدافعه کې تل بې تحرکه پاتې کېدل په دې مانا دي چې اور ته پکی ونه وهل شي.

په فعاله مدافعه کې د کمینونو افرازول او د خپل د مسئولیت په سيمه کې ورځني تحرکات، سرتېري فعال او اکتیف ساتي او د دښمن پر مورال منفي اغېز کوي.

د ترور او ماین د ایښودلو مخه ښکلي او په عطرو لړلي سرتېري نه شي نیولای، د دې لپاره اړينه ده چې له مخفي مامورينو، عامو خلکو او ټکسي وانانو څخه ګټه پورته شي.

د شپې عملیات او د مخالفينو د سرګروپانو او قوماندانانو په نښه کول هم د اوس له پاره د عملي تاکتيک مهمه برخه جوړوي چې باید ترې ګټه پورته شي.

د دې ټولو تر څنګ د ټولو امکاناتو څخه ګټه پورته کول، د ولس همکاري او مرسته راجلبول. د دښمن د تبليغاتو او رواني جګړې مخه نيول د حالاتو د کابو کولو سره مرسته کوي. په حلوا حلوا ویلو خوله نه خوږیږي عملي کار په کار دي.

پخوا به خلکو ویل چې پوځي زده کړې علم نه دی بلکې کسبېږي. اوس دا خبره کاملا غلطه ثابته شوې ده عسکري هم علم دی او حتی له نورو ټولو علومو سخت او پېچلی ګڼل شوی دی.

که یو ډاکټر غلطي کوي د یوه تن ژوند به واخلي، که یو انجنیر غلطي کوي یوه ماڼۍ به له منځه لاړه شي، یا به یې بنسټ خراب وي او که چېرې یو قوماندان غلطي کوي ټول هېواد له بدمرغۍ سره مخ کوي او د یوې لويې کتلې د مرګ سبب ګرځي.

(( پر خپل وخت او پر خپل ځای له پوځي تاکتيک او ستراتیژي څخه ګټه پورته کول د بریالیتوب کیلي ده.))

2 COMMENTS

  1. ملی سیاست
    ۱. ملي ستراتیژی
    ۲. دملی امنیت ستراتیژی
    ۳. نظامی ستراتیژی
    ۴. نظامی دکتورین
    ۵. ستراتیژیکه سطح
    ۶. اوپراتیفی سطحی
    ۷. تکتیکی سطحه

    د یوه افسر په توگه دا پیشنهادوم کله چی هر چاته جنرال ورکول کیژی په پورتنیو مواردو کی باید اثر ولیکی او امتحان ورکری.

  2. لنډکی یادښت:
    که د نوشتي ماتن د پوځ متقاعد جنرال نه وای، د تاند د لوستونکي په توګه به یې د نوشتې کاواکي ته نه وای تم شوی.

    عنوان خورا پراخ خو متن یې ډېر کمزوری او لنډکی دی. یو شمیر مفاهیم ګونګ او د معنی و مفهوم له مخي مختل بیان شوي دي. یا هم د ځینو کسانو د نظر بیان شوی، خو د یادو کسانو حداقل معرفت نه دی کښل شوی. مثلا (( بولو ))، (( اندره ))، (( جومیني )) او (( روستو )) څوک او د کوم هیواد دي. ځکه د تاند ټول لوستونکي پوځیان نه دي، چې د عسکري بارکونو په د هلیزونو کې یې په تړاو معرفت ترلاسه کړی وي. که یاده نوشته په عسکري مجله کې خپره شوې وای، باک یې نه در لود.

    جګړه یا حرب فن دی که علم؟ که علم یې بولو نو مدللي توضیح ته ضرورت لري، یوازي د ډاکتر او انجنیر په مثال راوړلو دغه لوی بحث نه شی خلاصه کیدلی. لیکونکی په کلیشه يي او رواجي خبرو د تاند و ځيرکو لوستونکو ته قناعت نه شي و رکولی.

    همدارنګه ښاغلی متقاعد جنرال په لیکنه کې د (( دښمن )) او (( مخالفین )) مصطلحات کاروي، که له معنی او تعریف سره یې بلد دی، نو څرنګ یې د یوې معنی د تکافو لپاره، هم دښمن او هم مخالفین کارولي؟!
    آیا مخالف رښتیا هم دښمن دی؟ که داسي یې و انګیرو بیا خو نو په نړۍ کې هیڅ هیواد بې دښمنه نه دی.

    په لیکنه کې د لاندي پاراګراف د دویمې جملې وروستۍ برخه زیاته د اندیښني وړ ځکه ده چې د یوه متقاعد جنرال په قلم کښل شوې:

    (( د ترور او ماین د ایښودلو مخه ښکلي او په عطرو لړلي سرتېري نه شي نیولای، د دې لپاره اړينه ده چې له مخفي مامورينو، عامو خلکو او ټکسي وانانو څخه ګټه پورته شي.))

    له (( عامو خلکو او ټکسي وانانو څخه ګټه پورته شي))! دا خبره د نړیوالو منل شویو کنوانسیونو سره په مغایرت کې قرار لری، هیله مې داده چې ښاغلی جنرال ور څخه ناخبره نه وي!
    له همدې وجي په پوځ کې د کشف ریاست لرو او په په هر پوځي واحد کې د کشف امریت منل شوی دی. زموږ پر جګړه ځپلیو خلکو رحم پکارده، هسي نه چې د جنرال خبره کوم قومندان یا غیری مکتبی جنرال جدې و نیسي او عمل ورباندي وکړي.

    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب