شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت ځواکونو په فراه کې د القاعدې مشر وژلی او...

د ملي امنیت ځواکونو په فراه کې د القاعدې مشر وژلی او ۲ پاکستانۍ مېرمنې یې ژوندۍ نیولي

تاند (سه شنبه د عقرب ۲۰) د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، ځانګړیو ځواکونو یې د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د هند وچې لپاره د القاعده شبکې یو بل مهم مشر وواژه.

له یاد ریاسته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، محمد حنیف د محمد انور زوی چې په عبدالله مشهور او د پاکستان د کراچۍ ښار اصلي اوسېدونکی دی، د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال وژلی او دوه پاکستانۍ مېرمنې یې ژوندۍ نیولي دي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، چې نوموړی په لومړیو کې د طالبانو ډلې غړی او له ۲۰۱۰ کال وروسته یې د القاعده شبکې غړیتوب هم تر لاسه کړ او په همدې کال کې د طالبانو په ملتیا هلمند ولایت ته داخل شو.

سرچینه زیاتوي، چې د القاعدې شبکې دغه مشر چې له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې له هلمنده فراه ته ولاړ او هلته یې له طالبانو سره د چاودیدونکو توکو، موټر بم او ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو په روزنه کې مرسته کوله.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې یاد کس د تل لپاره په یو ځای کې نه اوسېده او هلمند، فراه، نیمرزو او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته یې تګ راتګ کاوه.

د یادونې وړ ده چې د ملي امنیت ځواکونو تر دې د مخه د تېرې میزان میاشتې په ۳مه نېټه په غزني ولایت کې د هند براعظمګي یا بر صغیر لپاره د القاعدې شبکې د دویم کس ابومحسن المصري د وژل کېدو خبر هم ورکړی و.

https://taand.net/%d9%85%d9%84%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a%d8%8c-%da%81%d8%a7%d9%86%da%ab%da%93%db%8c%d9%88-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%db%8c%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%ba/

1 COMMENT

  1. د پاکستان دولت د تروریستانو روزونکی ، تجهیزونکی او صادرونکی دولت کوم چه دا ۳۰ کاله یوه نا اعلام شوی تروریستی جګړه په افغانستان کی مخته بیایی :
    افغانان (که ددولت مشران دی او که د ملت اوولسونو مخوردی ، سیاسی نخبه ګان ، علما ، پوهان د مدنی ټولنو فعالین ، ځوانان او …….ټول ملت په ګډه او یوه تاریخی وحدت او همغوی سره ) باید نورددغه تروریستی جګړی په خلاف جدی او مؤثر تصمیمونه ونیسی ، دښمن څرګند دی اوباید په بربنډ ډول د منطقی او جهان دولتونواوولسونو ته په ګوته شی. :
    ټول ملت په دی خبر دی چه دغه بریدونه دهغه تروریستی جګړی یوه برخه ده چه د پاکستان د تروریستی دولت او ددی دولت د استخباراتو ( آی ایس آی ) له طرفه دا ۳۰ کاله کیژی چه به افغانستان کی په نا اعلام شوی ډول په مخ بیول کیژی .
    د افغانستان داسلامی جمهوریت دولت ته په کار دی چه د خپل ملت سره په همغږی ژر ترژره د پاکستان د تروریستی دولت په مورد کی په خپلو ټولو اړیکو د سره غور وکړی هغه په دی معنی چه :
    د پاکستان سره ټول سیاسی ، تجارتی او فرهنګی روابط قطع شی .
    په پاکستان کی افغان مهاجرینو ته اعلامیه صادره شی چه په د یوه نه تر دوو کالو پوری خپل وطن ته د خپلو شتمنیو سره راستانه شی که نه …..
    د پاکستان د تروریستی دولت په خلاف د افغانستان په ۳۴ ولایاتو او ددنیا په ټولو هغو ملکونو کی چه د افغانستان سیاسی نمایند ګی وجود لری باید د افغانانو لاریونونه په حرکت راشی او د افغان وژنی خلاف غږ جګ شی او د پاکستان خونخوار دولت او دهغه استخبارات وغندل شی .
    د افغانستان سیاسی دستګاه او د امنیت شورا باید د پاکستان ددغه ۳۰ کلنی تروریستی جګړی جنایت چه یو جنګی جنایت او بربریت دی ، چه په نتیجه کی یی تر اوسه په سلګونو زره افغانان شهید ، معیوب ، یتیم او بی کوره شوی ، د ژوندیو اسنادو سره د سازمان ملل ، د بین المللی محاکمو ، سازمان کنفرانس اسلامی د څیړنی پر میز د بحث د پاره کښیژدی .
    د افغانستان ددولت او ملت د پورته ‌‌ذکرشویو ملی ، منطقوی او بین المللی سیاسی او مدنی اقداماتو په نتیجه کی باید د پاکستان تروریست پروره دولت او استخبارات تر کافی فشار لاندی راوستل شی تر څو دپاکستان دتروریزم د خړ لست نه په تور لیست کی راوستل شی او مجبوره کړل شی چه اول د تروریسم فابریکه په خپل ملک کی بنده کړی ، دوهم د افغان تروریستانو رهبران په هر نامه چه د پاکستان دولت او استخبارات یی تر اوسه میزبانی او پالنه کوی ، د افغانستان دولت ته وسپاری او دریم دا چه : ددغه ۳۰ کلونو نا اعلام شوی او تپل شوی تروریستی جګړی جنګی غرامت هم د افغانستان دولت او ملت ته ومنی ، خکه چه د دغه دروند جنګی غرامت مطالبه د افغان ملت او دولت قانونی حق دی او هیڅکله هم دغه حق چا ته نه شی بښلی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب