دوشنبه, اکتوبر 21, 2024
Homeخبرونهپخوانی امریکایي چارواکی وايي، بایډن به له خلیلزاد وغواړي چې دندې ته...

پخوانی امریکایي چارواکی وايي، بایډن به له خلیلزاد وغواړي چې دندې ته دوام ورکړي

تاند(سه شنبه، د عقرب ۲۰) د پخواني ولسمشر اوباما د بهرني سیاست د ټیم غړي د مسئلې د حساسیت له امله د نوم له څرګندولو پرته ویلي، واشنګټن د خپل تاریخ  تر ټولو د اوږدې جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی خو د بایډن اداره به په دې برخه کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

هغه زیاته کړې، بایډن به خپل ځواکونه په مسوولانه توګه وباسي او پر طالبانو به فشار راوړي چې شوې هوکړې ته بشپړه ژمنیتا وښیي.

هغه څرګنده کړې، د بایډن اداره به پر طالبانو څار ډېر کړي او ممکن له خلیلزاد څخه وغواړي چې د افغان سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې جو بایډن تر ټاکنو مخکې د پوځ اړوند یوې ورځپاڼې سټارز انډ سټراپیس سره په مرکه کې ویلي و چې افغان جګړه باید پای ته ورسېږي خو له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه په دغه هېواد کې د یو شمېر سرتېرو ساتل مهم دي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%88%d8%a7%d9%81%d9%82%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87-%d9%84%d9%87-%d8%a8%d8%a7%db%8c%da%89%d9%86%d9%87-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%ba%d9%88%da%9a%d8%aa/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب