تاند – څېړونکو د کورونا وایرس تر ټولو دقیق تصویرونه خپاره کړل.
په دغو تصویرونو کې د کورونا وایرس ظاهر یا برسېرن جوړښت او داخلي جوړښت (SARS-CoV-2) ښکاري.
دا درې بُعدي عکسونه په سعودي عربستان کې د (KAUST) پوهنتون څېړونکو اخیستي دي. دوی هیله لري چې د کوروناوایرس دقیق عکسونه به د دې وبا د درملنې د لارو چارو له موندلو سره مرسته وکړي.
په عکسونو کې پر وایرس برسېره سپایک پروتینونه او همداراز د وایرسي غشا داخلي جنیټیک مواد ښودل کېږي.