دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې د حقاني شبکې لسګونه بې غږه وسلې نیول شوي

پکتیا کې د حقاني شبکې لسګونه بې غږه وسلې نیول شوي

تاند (سه شنبه د عقرب ۲۰) په پکتیا کې د ملي امنیت ځواکونو ۶۶ بېلا بېل ډوله وسلې نیولې دي.

د پکتیا والي حلیم فدايي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د ملي امنیت ځواکونه دا وسلې په ګردېز ښار کې په داسې مهال نیولي، چې په یوه هینو موټر کې ځای پرځای شوې وې او کابل ته لېږدول کېدې.

د نوموړي په وینا دا وسلې د حقاني شبکې د عبیده کاروان وې چې کلاشینکوفونه، تفنګچي، بمونه او بې غږه وسلې هم پکې شاملې دي.

« د پکتيا د ملي امنيت 66 ميله بېلابېلې وسلې او مرمۍ چې د حقاني شبکې د عبیده کاروان له لورې کابل ته په هېنو ټرک کې انتقالولې، نيولي دي. په نيول شوو وسلو کې؛۳۰ميله تفنګچې،۲۱ بېلابېلې د مرمیو بستې،۳ميله بم غورځوونکي،۲۷ ميله بېلابېل بیصدا کلاشينکوفونه او 6ميله بې غږه تفنګچې شاملې دي.»

بل خوا د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې پولیسو ددغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال په یوه ټېلر ډوله موټر کې ۵۲ میله توفنګچې او لسګونه فيره د وسلو مرمۍ له دوو تنو سره یو ځای نیولي دي.

دا وسلې په داسې مهال نیول شوي چې په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي، چې ډېر کله په هدفي بریدونو کې له بې غږه وسلو څخه کار اخیستل کېږي.

2 COMMENTS

  1. دا میل، قبضه، راس، باب او….. پښتو کې نشته، نو که ونه لیکل شي ښه به وي، دري کې تفنګچې ته (قبضه) عددی صفت کاریږي، همدا ډول (بیصدا) کلمې لپاره (بې غږه) لرو. مننه

  2. د پاکستان دولت د تروریستانو روزونکی ، تجهیزونکی او صادرونکی دولت کوم چه دا ۳۰ کاله یوه نا اعلام شوی تروریستی جګړه په افغانستان کی مخته بیایی :
    افغانان (که ددولت مشران دی او که د ملت اوولسونو مخوردی ، سیاسی نخبه ګان ، علما ، پوهان د مدنی ټولنو فعالین ، ځوانان او …….ټول ملت په ګډه او یوه تاریخی وحدت او همغوی سره ) باید نورددغه تروریستی جګړی په خلاف جدی او مؤثر تصمیمونه ونیسی ، دښمن څرګند دی اوباید په بربنډ ډول د منطقی او جهان دولتونواوولسونو ته په ګوته شی. :
    ټول ملت په دی خبر دی چه دغه بریدونه دهغه تروریستی جګړی یوه برخه ده چه د پاکستان د تروریستی دولت او ددی دولت د استخباراتو ( آی ایس آی ) له طرفه دا ۳۰ کاله کیژی چه به افغانستان کی په نا اعلام شوی ډول په مخ بیول کیژی .
    د افغانستان داسلامی جمهوریت دولت ته په کار دی چه د خپل ملت سره په همغږی ژر ترژره د پاکستان د تروریستی دولت په مورد کی په خپلو ټولو اړیکو د سره غور وکړی هغه په دی معنی چه :
    د پاکستان سره ټول سیاسی ، تجارتی او فرهنګی روابط قطع شی .
    په پاکستان کی افغان مهاجرینو ته اعلامیه صادره شی چه په د یوه نه تر دوو کالو پوری خپل وطن ته د خپلو شتمنیو سره راستانه شی که نه …..
    د پاکستان د تروریستی دولت په خلاف د افغانستان په ۳۴ ولایاتو او ددنیا په ټولو هغو ملکونو کی چه د افغانستان سیاسی نمایند ګی وجود لری باید د افغانانو لاریونونه په حرکت راشی او د افغان وژنی خلاف غږ جګ شی او د پاکستان خونخوار دولت او دهغه استخبارات وغندل شی .
    د افغانستان سیاسی دستګاه او د امنیت شورا باید د پاکستان ددغه ۳۰ کلنی تروریستی جګړی جنایت چه یو جنګی جنایت او بربریت دی ، چه په نتیجه کی یی تر اوسه په سلګونو زره افغانان شهید ، معیوب ، یتیم او بی کوره شوی ، د ژوندیو اسنادو سره د سازمان ملل ، د بین المللی محاکمو ، سازمان کنفرانس اسلامی د څیړنی پر میز د بحث د پاره کښیژدی .
    د افغانستان ددولت او ملت د پورته ‌‌ذکرشویو ملی ، منطقوی او بین المللی سیاسی او مدنی اقداماتو په نتیجه کی باید د پاکستان تروریست پروره دولت او استخبارات تر کافی فشار لاندی راوستل شی تر څو دپاکستان دتروریزم د خړ لست نه په تور لیست کی راوستل شی او مجبوره کړل شی چه اول د تروریسم فابریکه په خپل ملک کی بنده کړی ، دوهم د افغان تروریستانو رهبران په هر نامه چه د پاکستان دولت او استخبارات یی تر اوسه میزبانی او پالنه کوی ، د افغانستان دولت ته وسپاری او دریم دا چه : ددغه ۳۰ کلونو نا اعلام شوی او تپل شوی تروریستی جګړی جنګی غرامت هم د افغانستان دولت او ملت ته ومنی ، خکه چه د دغه دروند جنګی غرامت مطالبه د افغان ملت او دولت قانونی حق دی او هیڅکله هم دغه حق چا ته نه شی بښلی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب