Homeخبرونهولسي جرګه: د امریکا ټاکنې به د سولې په خبرو اغېز ولري

ولسي جرګه: د امریکا ټاکنې به د سولې په خبرو اغېز ولري

تاند(شبه، د عقرب ۱۷) د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د افغانستان د سولې په خبرو اغېز لرونکې وي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې که څه هم د افغانستان د سولې په تړاو به د امریکا په عمومي سیاسیت کې بدلون رانشي، خو ټرمپ یا جوبایډن به متفاوت سیاست ولري.

سیاسي څېړونکي هم وايي، چې امریکا به خپل سیاست د افغانستان په اړه ډېر تغیر نه کړي او د جګړې د پای ته رسولو هڅه به له دواړو نوماندانو چې هر یو يې وګټي وشي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې درې ورځې وړاندې وشوې خو لا یې هم پایله نه ده معلومه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...