دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه د امنیتي وضعیت په اړه نن بېړنۍ ناسته کوي

ولسي جرګه د امنیتي وضعیت په اړه نن بېړنۍ ناسته کوي

تاند(شنبه، د عقرب ۱۷) ولسي جرګه نن د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د برید په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار او د درېیو امنیتي ادارو چارواکو په شتون کې بېړنۍ ناسته ترسره کوي.

دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې دوو سله والو بریدګرو تېره اوونۍ پر کابل پوهنتون برید وکړ.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو پر کابل پوهنتون برید جنګي جنایت وباله، پر کشفي او استخباراتي بنسټونو یې نیوکه وکړه او ويې ویل چې بې تجربې خلکو ته د امنیتي مسوولیتونو سپارل او د امنیت د ټینګښت په موخه د موازي ادارو رامنځته کول په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د ډېرېدو سبب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار امنیت په دې وروستیو کې د څه مودې لپاره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرغاړه اخیستی دی.

د ولسي جرګې رییس د داخلي چارو کمېسیون ته دنده سپارلې څو د رجال برجسته ریاست چارواکي نن راوغواړي او مشخص کړي چې هغه ریاست د چارواکو لپاره څومره کسان ګومارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب