تاند(شنبه، د عقرب ۱۷) هېواد کې د جګړو له زیاتوالي سره افغانستان کې د امنیت لېږد ګډه قومنداني وايي چې له افغان ځواکونو سره ګډ هوايي بریدونه زیاتیږي.
جان ډېدرېک وايي، چې امریکا له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړه کچه ددې لامل شوې ده چې امریکایي ځواکونه په هوایي بریدونو او دغه راز نورو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.
نوموړی وايي، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو مسوولانه کمولو ته دوام ورکوو.
ډېدرېک وايي چې امریکا یوازې په روان میلادي کال کې له افغانستان سره د شپږ سوه میلیون ډالرو په ارزښت د جګړیزو وسایلو مرسته کړې ده