Homeخبرونهدفاع وزارت: د کندهار ارغنداب ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو له...

دفاع وزارت: د کندهار ارغنداب ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاکه شوه

تاند (شنبه، د عقرب ۱۷) د افغانستان ملي دفاع وزارت مسولان وایي چې، امنیتي ملي ځواکونو د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د عملیاتو په دوام، نن دغه ولسوالي په بشپړه توګه د تروریستانو له شتونه پاکه کړه.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي چې، افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې د طالبانو زیات بریدونه دفع او ناکامه کړل.

سرچینه کاږي چې،د دې عملیاتو پرمهال څه باندې دوه سوه طالبان وژل شوي او ۱۰۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې، دغه راز امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو په زیات شمېر درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړي

دفاع وزارت په خبرپاڼه کې وایي چې، اوس مهال په ارغنداب ولسوالۍ کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی او کنټرول د افغان ځواکونو په لاس کې دی.
خو بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...