پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهافغان ژورنالېست یما سیاوش په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو

افغان ژورنالېست یما سیاوش په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو

تاند (شنبه د عقرب ۱۷)په کابل ښار کې د یوې چاودنې له امله د افغان ژورنالیست، یما سیاوش په ګډون د افغانستان بانک دری کارکوونکي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار شاو خوا ۷:۴۵ دقیقې د کابل ښار څلورم مکروریان سیمه کې د افغانستان بانک پر یوه کرولا ډوله موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د افغان خبریال یما سیاوش په ګډون د موټر چلونکی او یو ساتونکی وژل شوي دي.

یما سیاوش د طلوع تلویزیون د سیاسي خپرونو او خبرونو یو پخوانی ویاند و او تازه یې په افغانستان بانک دنده پیل کړې وه.

د چارواکو په وینا، له چاودنې وروسته موټر اور اخېستی او په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې د چاودنې له امله یو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

د یما سیاوش ورور بکتاش سیاوش هم تایید کړې چې ورور یې په دغه چاودنه کې وژل شوی دی.

تر اوسه ددغه برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

امنیتي چارواکي وایي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي او ډېر ژر به یې معلومات له خلکو سره شریک کړي.

1 COMMENT

  1. انا لله وانا آلیه راجعون.
    الله دې جنتونه ورته نصیب کړي. تکړه او با استعداده ځوان و. الله دې دهغه مور او پلار، د کورني غړو او دوستانو ته جمیل صبر ورکړي.
    لعنت د وي په دې حرمونو بیغراتانو چې مظلوم او بې ګناه افغانان وژنی.
    د جګړې په ډګر کې چې لکه سپی مردار شي قصور یې بیا له دې بې ګناه ځوانانو اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب