جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهملي امنيت ځواکونو په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د...

ملي امنيت ځواکونو په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د مطبوعاتي رهبرۍ یو غړی وژلی

تاند (شنبه، د عقرب ۱۷) د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې،د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه د جلا اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند، بېز اکمالاتي سیمه کې ځآنګړي عملیات ترسره کړي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند وېب پاڼې ته وویل چې، د دې عملیاتو پرمهال، د اسد ځلاند مشهور په فاتح کاروان په نوم د داعش ډلې یو سرګروپ وژل شوی دی.

خوږیاڼی زیاتوي چې، وژل شوی کس د داعش وسله والې ډلې د مطبوعاتو د رهبرۍ غړی هم وو.

خوږیاڼی زیاتوي دغه راز نوموړي به د دولتي اشخاصو په نښه کولو، ترور کولو او د پلانګذارۍ په برخه کې هم د داعش ډلې مشري کوله.

د نوموړي په خبره په یاد عملیاتو کې عامو خلکو او افغان ځانګړو ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

بل لورته داعش وسله والې ډلې هم تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...