یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: د هلمند لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل وژل شوی او...

دفاع وزارت: د هلمند لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل وژل شوی او والي یې ټپي شوی

تاند (شنبه د عقرب ۱۷) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، هلمند کې ددغه ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مسؤل په یوه هوايي برید کې وژل شوی او ددې ولایت لپاره نومول شوی والي ټپي شوی دی.

یاد وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پر طالبانو دغه برید هغه مهال شوی چې دوی د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې راټول شوي و او پر افغان ځواکونو یې د برید تابیا نیوله.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې هوايي برید کې د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي محب الله مشهور په صداقت ټپي شوی او ددغې ډلې د استخباراتو د مسؤل په ګډون لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په برید کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او شپږ عرادې نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هلمند په نادعلي، ناوې او مرکز لښکرګاه ښار کې له شاوخوا یوې میاشتې راپدېخوا جګړې زیاتې شوي، چې له امله یې نږدې ۱۰ زره کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب