جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصالح:طالبان به هر څه وایي،خو د پروني برید تر شا د دوی...

صالح:طالبان به هر څه وایي،خو د پروني برید تر شا د دوی لاس دی

تاند( سه شنبه، د عقرب ۱۳) افغان حکومت وایي پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې خونړی او وحشتناک برید د وسله والو طالبانو کار دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي له ټولو ثبوتونو او ترلاسه شوو اسنادو ښکاري، چې پر کابل پوهنتون وسله والو طالبانو برید کړی دی.

صالح زیاتوي، چې د دې پېښې ترشا تر ډېره د حقاني شبکې لاس دی.

هغه وایي طالبان له دې پېښې ځان وباسي او په وینا یې د داعش په نامه خپره شوې اعلامیه هم جعلي ده.

امرالله صالح زیاتوي، چې اوس نړیوالو ته په کار ده چې د طالبانو دغه ډول جنګي جنایتونو ته متوجه وي.

نوموړی چې د پېښې په اړه به پوره اسناد او جزیات له رسنیو سره شریک کړي.

امرالله صالح داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او زلمي خلیلزاد هم ویلي چې دا کار د طالبانو نه دی او باید دواړه لوري د ګډ دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%b3%d8%b1%da%86%db%8c%d9%86%d9%87%d8%9b-%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d8%af-%d9%be%db%90%da%9a%d9%88/

4 COMMENTS

  1. صالح د جمعيت بانډ غړی دی او ټول قوت يې د سولې په سبوتاژ مصرف کړی او مصرفوي يې….
    طالب ته برأت نه ورکوم خو صالح هم ددې خاورې لوی دښمن ګڼم.
    زه دا شک هم لرم چې پروني بريد کې صالح او دده په څير شرخوښي او جنګ خوښي لاس ونه لري ترڅو سوله سبوتاژ کړي، ځکه ددغو وحشيانو ګټې په جنګ کې نغښتي دي او که سوله راځي لومړی د حساب ميز ته دوی کش کېږي.
    هر هغه څوک چې ددې وطن خاين وي رب دې تباه او برباد کړي.

  2. عزیزانو او زمونږ دلوی کور تاریخی افغانستان افغانانو لخوا دا به لویه جفا وی چی د خپلي مورنی خاوری اصیل بچی امرالله صالح په دي تورن کړی چی خدای مکړه هغه د پنجابکو د افغان دوشمنو دسایسو کی لاس لری , هغه څوک چی ای ایس ای یی د وینو لپاره داسی تږی دۍ چی شپه او ورځ یی د وژلو پلانونه جوړوی , دلته دطالب او دایش د یادولو ضرورت نشته زمونږ د لر او بر افغانانو قاتل صرف او صرف پنجابی تور څټی دي او بس او یواځینی میړی افغان چی په زغرده د پنجابکو او د دوی د پریوتو سپو په وړاندی جنګیږی هغه د لوی افغانستان میړنی بچی امرالله خان صالح دئ . په درنښت ژوندی دي وی زمونږ د لر او بر شاه زلمو افغانانو ګډ کور لوی افغانستان

  3. درنو عزیزانو د ای اس ای دپرون ورزی ناتار چۍ زمونږ د بچو په وینو یی کربلا جوړه کړي وه دا د پنجابیانو بشپړي ناکامي ښکاره بیلګه ښیی هغه دا چی پنجابستان په دي پو شوی چی د دوی حجرتی جنایتکاران دي ته جوګه نه دي چی د لوی افغانستان پیاوړی ملی اردو ته ماتی ورکړی او د خپلو خرڅ شوو لاسپوڅو حکومت رامینځ ته کړی نو همدا دلیل دۍ چی پنجابیان نه غواړی زمونږ د مورنی خاوری اسلامی حکومت د سولي په روانه پروسه کی کامیابه شی او د دوی حجرتی جنایتکارانو ونډه دومره کمزوری وی چی دوی ونشی کړی د افغانستان د خارجی سیاست چاری د خپلو اهدافوی لپاره ​وکاروی

  4. د کابل پوهنتون په مظلومو او معصومو ځوانانو او محصلینو ناځوانمردانه برید یواځې د پنجاب مزدوران کولای شي که په هر نوم وي د هغوی مورینه ټالب دی ، داعش او حقاني کثیفه شبکه اوس د ټالب تر امر لاندې کار کوی . هغوی نه صرف د بوټ پاک او د خپلو چټلیو د پاکولو لپاره کار اخلي . د افغانستان د ورانول انجنیر هم یو څو ورځې مخکې خپل اصلی کورته بلل شوی وو ، هغه ته هم نوي وظایف سپارل شویدي .
    د پنجاب د لاسپوڅو داسې تروریستي اعمال مونږ افغانان نشي ډارولی ، زمونږ صفوف به لا نور هم قوي شي مونږ ټول یو یو او په ټول قوت سره به د دغو پنجاب سپیو په مقابل کې ودرېږو.
    تل دې وي افغانستان او زمونږ د ورونو قومونو ترمنځ یوالی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب