جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل پوهنتون برید؛ په افغانستان کې ملي ویر اعلان شوی

د کابل پوهنتون برید؛ په افغانستان کې ملي ویر اعلان شوی

تاند(سه شنبه، د عقرب ۱۳) حکومت په کابل کې د پرونۍ خونړۍ پېښې له امله په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

له دې سره به د هېواد بیرغ په ټولو دولتي ادارو او بهرنیو سفارتونو کې نیمه ځوړند وي.

ولسمشر غني همدا راز تېره ورځ ناوخته په یوه خپاره کړي پیغام کې پر کابل پوهنتون خونړی برید وغانده او په خبره یې بې رحمه دښمن د دې هېواد هېڅ ارزښت ته ژمن نه دی او پر تعلیمي مرکزونو یې برید نه بښل کېدونکی بشري جنایت وباله.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%af-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d9%84%d9%87-%da%a9%d8%a8%d9%84%d9%87-%d9%88%db%8c%d8%b1-%d8%a7%d8%b9%d9%84%d8%a7%d9%86/

نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی چې ددغه پېښې له عاملینو به څو چنده غچ اخلي او غاښ ماتوونکی ځواب به ورکوي.

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې دغه پېښې سخت غبرګونونه پارولي دي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وایي چې حکومتي چارواکي بې پروا او بې ظرفیته دي خو یو شمېر نورو بیا ویلي چې پر حکومت دا ډول بریدونه تروریستان لا تشویقوي چې حملې زیاتې کړي ځکه چې د هغوی د بریدونو یو هدف دا دی چې خلک د حکومت په وړاندې راپورته کړي..

1 COMMENT

  1. دا یوه کنډک واسطه لرونکی او د اناث طبقی زورونکی عسکر او صاحب منصبان چی د پوهنتون دساتنی دنده لری او ټوله ورځ د وریښتانو په غوړولو او ږره خریولو بوخت چیرته وول؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب