Homeخبرونهملګري ملتونه: پر پوهنتون برید ستر بشري جنایت دی

ملګري ملتونه: پر پوهنتون برید ستر بشري جنایت دی

تاند(سه شنبه، د عقرب ۱۳) ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د وروستي برید له ترسره کوونکو سره باید حساب کتاب وشي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرهان حق په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې په افغانستان کې پر تعلیمي مرکزونو وروستي بریدونه ستر بشري جنایتونه دي.

https://taand.net/%d8%b9%db%8c%d9%86%d9%8a-%d8%b4%d8%a7%d9%87%d8%af%d8%a7%d9%86-%d9%87%d9%85%d8%af%d8%a7-%d8%a7%d9%88%d8%b3-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%88%d9%87%d8%aa%d9%86%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%ac%da%ab%da%93/

نوموړي ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې خونړی برید غندلی او هغه یې ستر بشري جنایت بللی دی.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%af-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d9%84%d9%87-%da%a9%d8%a8%d9%84%d9%87-%d9%88%db%8c%d8%b1-%d8%a7%d8%b9%d9%84%d8%a7%d9%86/

هغه زیاته کړې چې ددغه ډول بریدونو عاملین باید د خپلو کړنو حساب ورکړي. ملګرو ملتونو همدا راز ویلي چې دوی په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او ددغه هېواد د پرمختګ، ثبات او سولې لپاره به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...