جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاد یووشتمې پيړۍ جنسي اړیکي یوازې د زېږون لپاره نه دي

د یووشتمې پيړۍ جنسي اړیکي یوازې د زېږون لپاره نه دي

شرف الدین عظیمي

په ګډ ژوند کې د جنسي اړیکو ارزښت تر بل هر څه ډېر ارزښت لري، خو موږ نه پرې پوهېږو او لامل یې نورې ستونزې په ګوته کوو، په سر کې باید وویل شي، د تی لرونکو موجوداتو تر مینځ یوازینی موجود چې ټول کال له جنسي اړخه فعال وي هغه انسان دی، چې به کال کې شاوخوا ۱۰۰ ځله جنسي اړیکي نیسي، ښځې د شنډېدو(یائیسگۍ) تر پړاو پورې ۴۳۰ هګۍ تولیدوي او نارینه بیا تر زړښت پورې د مېرمنو په پرتله څو سوه زره ډېر سپرم تولیدوي، زموږ پیړۍ له جنسي اړخه یوازې د اولادونو د زېږولو پيړۍ نه ده او موږ اړ یو چې تر اولادونو زېږولو ورها خوا د جنسي اړیکو په اړوند هم فکر وکړو او په دې اړه لا ډېر پوه شوو، د جنسي اړیکو خوند، کیفیت او دوه اړخیز والي ټول په خپل ځای ارزښت لري چې باید پام ورته وکړو ځکه چې دا د ګډ ژوند اړتیا ده.

کیدای شي پوښتنه پيدا شي چې جنسي اړیکي څه دي او ولې ارزښت لري:

جنسي اړیکي د خاوند او مېرمنې هغه نیږدېوالی دی چې پایله یې له جنسي اړخه د دواړو لورو خلاص یا ارضا کېدل، خوند اخیستل او د مثل تولید دی.

جنسي اړیکي عموماً په دو ډوله دي:

1. داخلي (واژينال یا مقعدی) یاني د مخې یا شا له لوري جنسي اړیکي.
2. بهرنۍ، مینه یاعشق او د خولې په وسیله ځینې جنسي کړنې.
چې د هرې ټولنې له کلتور سره سم او په بېل ډول سره تعریفېدلی شي.
جنسي اړیکي د افغانستان او نړۍ په اوږدۀ تاریخ کې یوه لویه، ژوره او نه حل شوې ستونزه ده چې د نارینه او مېرمنو احساسي او جنسي توپیرونه پوره ونډه په کې لري.

جنسي اړیکي کولی شي چي د بدن فزیکي، کیمیاوي، هورموني او مقناطسی چارې سمې او ورغوي، یانې د بدن پر ځواک، هورمونونو، خوب، خوښیو، انرژۍ او هوښیارۍ پوره اغېز کوي، د نړۍ په کچه تر ټولو ژورې فزیکي، ذهني، ټولنیزې، اروایي، الیکتریکي، جنیتکي، احساسي، عاطفي او اخلاقي اړیکي دي، یانې که ارزښت ورنه کړل شي پورتني اړخونه ژوبل او له لوی خطر سره مخ کوي، له شک پرته چې جنسي اړیکي آن له مرګ سره تړلي دي، ننۍ ځان وژنې او ناموسي مرګونه ټول په جنسي اړیکو پورې اړه لري، د انسان بدمرغي هغه مهال پیلیږي چې د ژوند یوه اړینه مسله بې ارزښته او کمرنګه وپېژني. بې له شکه که د جنسي اړیکو په اړوند پوره مالومات لاسته رانه وړو او په دې اړوند پوره خبر ونه اوسو نو په ګڼو اروايي، کورنیو او ټولنیزو ستونزو به اخته شوو.

د هېواد په کچه د ټولو کورنيو ناخوالو، جوړه ودونو، درغلیو او خیانتونه ریښې په جنسي اړیکو کې نغښتي دي.

له یوې لسیزې عملي کار وروسته مې دې ته پام شو او اړ شوم چې د جنسي اړیکو په اړوند یو ژور او علمي کار ته لستوڼي رابډ وهم او خلک په ټولیز ډول له دې ستونزې خبر کړم، پوهېږم چې خلک یې په اړوند له خبرو ډارېږي بده یې ګڼي او ترې شرمېږي او پر ما به هم سل ټاپې ووهي خو نه پوهېږم اخر تر څه وخه؟او ولې؟ بې خبره اوسو، جنسي اړیکي او ګډ جنسي ژوند له ټول ارزښت سره سره بیا هم په دې ټولنه کې بې ارزښته دي او څوک یې اړین نه بولي خو کار ته اړتیا لري تر څو مشهور شي او خلک پرې وپوهیږي، جنسي اړیکي د ژوند د نورو بېلګو په څېر ارزښت لري خو زموږ په ژبه، کلتور او د ټولنه کې په دې اړوند څه نه شته او دا تشه ژر تر ژره پوره کيدل غواړي، په دې هیله چې همداسې وشي، د جنسي اړیکو چټل او ناسم ګڼل او پټ پاتې کېدل ودرول شي،《جنسي اړیکي سرته رسوم خو پرې پوهېږم نه او نه غواړم چې پرې پوه شم او په اړوند یې خبرې هم نه کوم》 چې ټولې بې مانا خبرې دي، هیڅ ګډ (جوړه) ژوند له جنسي اړیکو پرته مخ ته نشي تللی، نو ولې یې وحشیانه او د څارویو په څېر ترسره کړو؟ ولې یې په مینه، محبت، صمیمیت او هوساینه بدل نه کړو او په اهمیت یې نور هم ونه پوهېږو؟

پایله: کولی شوو ووایوو چې که چېرې په جنسي اړیکو کې یو لوری خوښ نه وي اړیکي بې خونده اوخرابیږي او باید په دوه اړخیزوالي یې ټینګار او دې چارې ته لا ډېر درناوی وشي کنه ژر یا وروسته به یې پر پایلو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول منفي اغېزه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب