Homeخبرونهناټو او د اسلامي همکارۍ سازمان د کابل پر پوهنتون برید غندلی

ناټو او د اسلامي همکارۍ سازمان د کابل پر پوهنتون برید غندلی

تاند ( سه شنبه، د عقرب ۱۳) د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پر کابل پوهنتون برید غندلی دی.

سټولټنبرګ پر خپل ټویټر لیکلي: «دی په کابل او اتریش کې وروستیو پېښو هېښ کړی دی.»

نوموړي ویلي، چې ترهګري ټول اغېزمن کړي دي او دوی به د داعش ډلې پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د اسلامي همکارۍ سازمان هم د دغه برید غبرګون کې ویلي: « دا سازمان د تاوتریخوالي، ترهګرۍ او افراطیت ټول ډولونه هغه که تر هر عنوان لاندې وي ردوي او په کلکو ټکو یې غندي.»

https://taand.net/%d8%b9%db%8c%d9%86%d9%8a-%d8%b4%d8%a7%d9%87%d8%af%d8%a7%d9%86-%d9%87%d9%85%d8%af%d8%a7-%d8%a7%d9%88%d8%b3-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%88%d9%87%d8%aa%d9%86%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%ac%da%ab%da%93/

که څه هم وسله والو طالبانو د کابل پر پوهنتون برید کې لاس لرل رد کړي خو د ولسمشر لومړی مرستیال امرلله صالح وایي، چې دا کار وسله والو طالبانو کړی دی.

https://taand.net/%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d9%87-%d9%87%d8%b1-%da%85%d9%87-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a%d8%8c%d8%ae%d9%88-%d8%af-%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%8a-%d8%a8%d8%b1%db%8c/

په ورته مهال بیا يوې طالب سرچينې ویلي، چې پر کابل پوهنتون برید په پېښور کې د يوې دينې مدرسې د برید غچ وو.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%b3%d8%b1%da%86%db%8c%d9%86%d9%87%d8%9b-%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d8%af-%d9%be%db%90%da%9a%d9%88/

د دې برید له امله په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3-%d9%be%d9%87-%d9%85%d9%84%d9%8a-%d9%85%d8%a7%d8%aa%d9%85-%d8%aa%db%90%d8%b1-%d8%a7%db%8c%d8%b3%d8%aa%d9%84-%d9%85%d9%87-%da%a9%d9%88%d8%a6%d8%8c-%d8%a8%db%90-%da%a9%d9%81%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...