جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل پوهنتون د برید له کبله ویر او غمرازۍ

د کابل پوهنتون د برید له کبله ویر او غمرازۍ

(دوشنبه، د عقرب ۱۲) د افغانستان حکومت پر کابل پوهنتون د تروریستي حملې په نتیجه کې د ۲۲ تنو له وژل کېدو وروسته سبا (سې شنبه) عمومي ویر اعلان کړ.

د کابل د روغتونو سرچینې وايي چې د کابل پوهنتون له حملې ۲۲ مړي او ۲۲ ټپیان وروړل شوي دي.

د ولسمشرغني ویندوی صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې لیکلي «د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت د نننۍ تروریستي حملې له کبله سبا، سې شنبه ملي ویر اعلانوي، ټولو ولایتونو او له هیواده بهر د افغانستان سیاسي استازولیو ته امر کېږي چې د ویر مراسم جوړ او د قرآنکریم ختم وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۴ ټپیان استقلال روغتون، ۱۳ ټپیان علي اباد روغتون او ۵ ټپیان وزیرمحمداکبرخان روغتون ته وړل شوي دي.

د کابل امبولانس وايي چې ۲۲ شهیدان ورسپارل شوي دي.

د برید په اړه د ارګ اعلامیه 

په کابل پوهنتون کې د نننۍ تروریستي پېښې په خاطر د ملي ماتم په اړه مطبوعاتي اعلامیه
ارګ، کابل: نن وحشي تروریستانو د خپلو نه بښونکو جنایتونو په دوام پر کابل پوهنتون په خونړي برید سره یو شمېر محصلین شهیدان او ټپیان او زموږ خلک یې د ویر په ټغر کېنول.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ویرجنو کورنیو سره د غمشریکۍ او د دغې تروریستي پېښې قربانیانو ته د درناوي په موخه سبا سه شنبه د لړم ۱۳مه ملي ماتم اعلانوي او په ټول هېواد او له هیواده بهر ټولو سیاسي نمایندګیو کې به د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند شي.
جمهور رئیس د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پر مهال د هیواد والیانو ته لارښوونه وکړه چې سبا (سه شنبه) پر کابل پوهنتون د تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر په ټول هیواد کې د غمشریکۍ مراسم ترسره کړي.

(د برید په اړه شېبه په شېبه د تاند خبرونه)

https://taand.net/%d8%b9%db%8c%d9%86%d9%8a-%d8%b4%d8%a7%d9%87%d8%af%d8%a7%d9%86-%d9%87%d9%85%d8%af%d8%a7-%d8%a7%d9%88%d8%b3-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%88%d9%87%d8%aa%d9%86%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%ac%da%ab%da%93/

په دې برید د افغانستان خواخوږو ژوره خواشیني څرګنده کړې او هغه یې غندلې ده.

منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دا برید په کلکه غندلی دی او له افغانانو یې غوښتي چې د سولې د ټینګښت لپاره دې هڅې چټکې کړي.

پښتین ویلي: «موږ‎ د جگړ‎ې او د نورو له خوا تپل شوي تاوتريخوالي خلاف خپل جدوجهد جاري ساتو.»

اروپايي اتحادیه

اروپايي اتحادیې په یوه اعلامیه کې ویلي، پر کابل پوهنتون د نن ورځې برید یو څرګند تروریستي برید دی. اروپايي اتحادیه یې په کلکه غندي.

دا په څو ورځو کې په کابل کې پر تعلیمي مرکزونو دوهم برید دی. په دې ډول بریدونو کې په قصدي ډول بېګناه ملکیان، په تېره زلمکیان په نښه کېږي.

پاکستان

پاکستان هم د کابل پوهنتون حمله غندلې او ویلي یې دي چې په دې تروریستي برید کې د خلکو پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښيي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی زاهد حفیظ جودري ویلي، د برید د غندلو په ترڅ کې پاکستان په دې سخت وخت کې د افغانانو ترڅنګ درېږي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال په دې برید کې طالبانو او پاکستان ته ګوته نیولې، د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی ویلي چې هیواد یې د سوله ییز او باثبات افغانستان د ملاتړ په اړه پر خپل دریځ ټینګار کوي.

طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي او داعش عموماً په ځنډ په حملو کې لاس لرل تایدوي.

تېره اوونۍ د کابل په لوېدیځ کې پر یوه تعلیمي مرکز د برید مسوولیت هم داعش یوه ورځ وروسته په غاړه واخیست.

6 COMMENTS

  1. نور نو د افغانستان د جمهوری دولت رهبری ته په کار ده چه تر دی اضافه د غیر عادلانه صلحی او قسم خورده دښمن د فریب کاری ښکار نه شی . ۶۰۰۰ جنایت کاره تروریستان بی له دی چه د تروریستانو رهبری په قطر ، کویټه او پشاور کی او دهغو حامی او روزونکی دولت ( پاکستان ) اوربند ومنی د زندانونو نه ورخوشی کړل شول ، چه ډیر تعداد یی بیرته د افغانستان په ضد د پاکستان په نا اعلام شوی تروریستی جګړه برخه اخلی . د صلحی بهیر د قرآن په اساس نه د امریکا سره د د تفاهم نامی په اساس غواړی ، په کوم کی چه د افغانستان جمهوری دولت نماینده شرکت نه درلود .
    نور نو باید د افغانستان د جمهوری دولت زعامت د تروریسم د مؤلد او حامی دولت ( پاکستان) په تعریف د سره غور وکړی کوم چه په دغه ۳۰ کلونو کی یی په افغانستان کی یوی بی رحمی او بی شرمانه نا اعلام شوی تروریستی جګړی ته دوام ورکوی او لاس تر شا نیسی ، چه په نتیجه کی په میلیونونو افغانان شهید ، معیوب ، یتیم او بی کوره شوی . افغانان باید په ۳۴ ولایتونو کی د پاکستان د تروریستی دولت خلاف لاریونونه شروع کړی ، همدا رنګه همدغه کړنه په هغه ټولو مملکتونو کی چه افغانستان سیاسی نمایندګی لری .
    د دغه تروریستی جګړی کیس د پاکستان خلاف د موجوده شواهدو او اسنادو سره چه د افغانستان ددولت مربوطه امنیتی ادارو سره پراته دی ژر تر ژره د ملل متحد ، نورو منطقوی او فرا منطقوی سازمانونو ، کنفرانس اسلامی پر میز د څیړنی او بحث د پاره کیښودل شی .
    همدا رنګه ددغه نا اعلام شوی تروریستی جګړی تر شا ترخه واقعیتونه او دهغو عواقب د افغانستان د دیپلوماسی د لاری د منطقی او فرا منطقی دولتونو سره په پوره وضاحت تر بحث لاندی راوستل شی .
    د پاکستان ددولت سره د نوی تعریف په بنیاد چه په افغانستان کی یوه نا اعلام شوی تروریستی جګړه رهبری کوی په سیاسی ، تجاری او فرهنګی روابطو د سره جدی کتنه وشی . د افغان مهاجرینو د راستنولو په مورد کی باید یو میکانیزم جوړ شی ، ترڅو هغوی خپل هیواد ته راستانه شی .

  2. نور نو د افغانستان د جمهوری دولت رهبری ته په کار ده چه تر دی اضافه د غیر عادلانه صلحی او قسم خورده دښمن د فریب کاری ښکار نه شی . ۶۰۰۰ جنایت کاره تروریستان بی له دی چه د تروریستانو رهبری په قطر ، کویټه او پشاور کی او دهغو حامی او روزونکی دولت ( پاکستان ) اوربند ومنی د زندانونو نه ورخوشی کړل شول ، چه ډیر تعداد یی بیرته د افغانستان په ضد د پاکستان په نا اعلام شوی تروریستی جګړه برخه اخلی . د صلحی بهیر د قرآن په اساس نه د امریکا سره د د تفاهم نامی په اساس غواړی ، په کوم کی چه د افغانستان جمهوری دولت نماینده شرکت نه درلود .
    نور نو باید د افغانستان د جمهوری دولت زعامت د تروریسم د مؤلد او حامی دولت ( پاکستان) په تعریف د سره غور وکړی کوم چه په دغه ۳۰ کلونو کی یی په افغانستان کی یوی بی رحمی او بی شرمانه نا اعلام شوی تروریستی جګړی ته دوام ورکوی او لاس تر شا نیسی ، چه په نتیجه کی په میلیونونو افغانان شهید ، معیوب ، یتیم او بی کوره شوی . افغانان باید په ۳۴ ولایتونو کی د پاکستان د تروریستی دولت خلاف لاریونونه شروع کړی ، همدا رنګه همدغه کړنه په هغه ټولو مملکتونو کی چه افغانستان سیاسی نمایندګی لری .
    د دغه تروریستی جګړی کیس د پاکستان خلاف د موجوده شواهدو او اسنادو سره چه د افغانستان ددولت مربوطه امنیتی ادارو سره پراته دی ژر تر ژره د ملل متحد ، نورو منطقوی او فرا منطقوی سازمانونو ، کنفرانس اسلامی پر میز د څیړنی او بحث د پاره کیښودل شی .
    همدا رنګه ددغه نا اعلام شوی تروریستی جګړی تر شا ترخه واقعیتونه او دهغو عواقب د افغانستان د دیپلوماسی د لاری د منطقی او فرا منطقی دولتونو سره په پوره وضاحت تر بحث لاندی راوستل شی .
    د پاکستان ددولت سره د نوی تعریف په بنیاد چه په افغانستان کی یوه نا اعلام شوی تروریستی جګړه رهبری کوی په سیاسی ، تجاری او فرهنګی روابطو د سره جدی کتنه وشی . د افغان مهاجرینو د راستنولو په مورد کی باید یو میکانیزم جوړ شی ، ترڅو هغوی خپل هیواد ته راستانه شی .

  3. د پاکستان ددولت سره چه یوه نا اعلام شوی تروریستی جګړه په افغانستان کی په ډیره زرنګی او منافقت مخته بیایی ، چه حتی د افغانستان په شفاخانو کی په نوزادانو با ندی هم هیڅ رحم نه کوی اووژنی یی ( لکه څنګه چه دکابل ددشت برچی په شفاخانه کی دغه قتل عام تر سره شو ) ، د سیاسی ، امنیتی ، تجاری او فرهنګی روابطو تجدید نظر معنی داده ، چه :
    دپاکستان سفارت او قونسل گری د افغانستان نه ویستل شی او خپل سفارت او قونسل ګری راوغښتل شی .
    تجارت دپاکستان سره لغو شی . واردات او صادرات د پاکستان سره صفر شی .
    افغانی محصلین د پاکستان څخه راوغوتل شی او د افغانستان او نورو هیوادونو په پوهنتونونو کی ورته زمینه د بورس برابره شی .
    افغان مهاجرین دیوه مکانیزم له مخی د یوه یا دوو کلونو په موده کی له خپلو شتمنیو سره په با عزته ډول هیواد ته راستانه کړل شی .
    ددیورند د فرضی کرښی نه په ډیرو منطقو کی په متعارضانه ډول د سیم خاردار یکجانبه تیرولو کیس او ددغی کرښی ته نژدی ولسونو باندی د پاکستان ددولت په تکرار د راکټی بریدونو قضیه د مربوطه کرښی د تاریخی حقوقی پسمنظر په پام کی نیولو سره باید د ملل متحد و سازمان ته وړاندی شی .

  4. اوس هغه پنجابي سپي چېرته دي چې ويل به يې چې حکومت سوله نه غواړي، طالب نه ايله کوي، شپني عمليات دې بند کړي، دا هر څه دولت ومنل. نور په طالب او ددوی په همکارانو نرم اقدام کار نه ورکوي، هر جای او هر چا باندې بايد دولت جهانم جوړ کړي، شروع دې په ځلانديانو،ولي يانو وکړي، د تلويزيون په طالنانو دې وکړي، په ارګ کې داخلي غلامانو دې ورکړي، د ايران او پنجاب غلامان دې په دار کړي، که داسې ونشي نو دا له خدای او د شهيدانو کورنيو سره خيانت ده…

  5. نور دا دلالان اسیران مه نیسئ. د جنګ په میدان کې یې مردار کړئ. مونږ خو له اوله خوله څېره شوه چې تر هغه چې موضوع معلومه شوي نه وي، دا پاکستانی دلالان مه خوشې کوئ. وې څه ووایو.
    له کرزي و پوښتۍ چې دا حرموني یې تر اوسه ورونه دي؟ که نه. ده خو خوله تر کونې هره ورځ څیرې کوله چې دولت ولې بندیان نه خوشې کوي.
    په هر ډول، دا ټول د پاکستان کار دی. داعش او دلال طالب دواړه يو دی. دوی ته آیدیالوژي، اسلحې، مالی امکانات، تېشتې لاره، ترانسپورت له عربی هېوادونو څه همدا ګنده پاکستانی مشران برابروي. تر هغه چې دولت د پاکستان پر ضد بالفعال کړنې تر سره نه کړي. په قران که دا چلوان په سمه لار راشي. افغان دولت باید دا پلیده پديده د چټلستان په نطفه کې مرداره کړي. تر هغه چی افغان دولت په عین عمل لاس پورې نه کړي. دا افغان وژنه په همداسې دوام لري. نه پوهېږم چې دا دولت نور څه ته ګوري.
    هر څه چې کېږي، ژمی به له خیره تېر شي، دلال بېريش طالب مشران او د پاکستان چټل او ګنده تور مخ لیډران به ددوی له پليدو ارمانونو سره يو ځای ګور ته ولاړ شي. انشاءالله

  6. سلامونه،
    ډیره زیاته خواشینوونکې واقعه او بشری جنایت دی چې ضد د علم او پوهنې، ضد انسانیت ، ضد اسلام او ضد افغانیت دی.
    دا چې ولې او چا دا وکړل ؟ چا پکې غفلت وکړ او څوک ترینه سیاسي او مافیایی ګټې تر لاسه کوي ؛ دا به پریګدو امنیتی او قضايي اورګانو ته !! خو دا څو کالونو کښې په لر او بر وطن کښې پر تعلیمي او ساینسي ادارو لکه د پاچا خان له یونیورسېټی ، پیښور آرمی سکول، کویټې وکیلانو او پولیسانو فارغینو، ترد دانش کوثر مکتب، ا.د.ن. باندې تروریستې حملو جاج چا واخیسته؟
    د یفتلی ساب خبره ، تر ټولو شا ته معلومداره افغان او پشتون دښمنه استخباراتي کړئ دي ؛
    آ یو نیم سرخ و سفید نکټايي او دستمالک پوشان دې پر ظاهري چاپلوسیو نه خوشالیږي ، بر عکس د تړلو دروازو شاته ېې څه کړي اوس دې به (مردم ما ) راپور او جواب ورکړي؟؟
    د پوهنتون د باغ ګلانو او ونو د زړه ټوټو زدهکړیالانو او زده کړیالاتوته چې ورژیدل ۸ واړه جنتونه ؛ کورنیو ته ېې جمیل صبرونه او ټپیانو ته عاجله کامله شفاوې د الله تعالی له درباره دعا کوم او په دې ملي ماتم کې د ډاکټر غنی سره شریک یو.
    او د دې جنایت کوونکو او شاته ېې څوک دي تحت السقر جهنمونه غواړم.
    …(من قتل نفس بغیر نفس فکانما قتل الناس جميعا.. )؛ و من احیاها فکانما احیا الناس جميعا ). انا لله و انا الیه راجعون.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب