جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندزکې د سرحدي ځواکونو پرکنډک وسله وال برید پای ته ورسېد

کندزکې د سرحدي ځواکونو پرکنډک وسله وال برید پای ته ورسېد

تاند (سه شنبه، دعقرب ۱۳) د کندز د امام صیب په ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک  ډله ییز وسله وال برید پای ته ورسېده.

روغتيایي سرچينې وایي، چې په دې برید کې  ۴ افغان پوځيان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.

یاده سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي زیاتوي، چې په دې برید کې ۱۵ ملکي وګړي هم ټپيان شوي چې یوه يې مېرمن او ۵ يې ماشومان دي.

وسله والو کسانو نن سهار د کندز امام صیب ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو پر کنډک لومړی موټربم برید وکړ او وروسته یې له افغان ځواکونو سره نښته پیل کړه.

د امنيتي سرچينو په خبره چاودیدونکي توکي په هاموې ټانک کې ځای پر ځای شوي و  او ویل کیږي چې، په ځينو سرتېرو د خونو چتونه راپریوتي دي.

د بریدګرو شمیر  له دوو زیات ښودل شوی خو تراوسه یې کره شمیرنه دی معلوم.

په ورته مهال د ۲۱۷ پامير قول اردو ویاند عبدالهادي جمال وایي، چې ياد موټربم برید موخې ته تر رسېدو وړاندې په لومړي قراول کې له منځه وړل شوی.

جمال که څه هم کنډک ته د ننه شویو وسله والو کره شمېره نه ښيي خو وایي څو تنه يې له سيمې تښتېدلي او یو شمېر يې له منځه وړل شوي دي.

د برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په  غاړه نه دی اخیستی.

کندز: د سرحدي ځواکونو پر کنډک برید کې تر دې دمه ۲۴ تنه ټپيان شوي

دوهم تعقيب

تاند ( سه شنبه، د عقرب ۱۳) د کندز ولایت اماصاحب ولسوالۍ يو ډاکتر وایي، چې په دې ولایت کې د سرحدي ځواکونو پرکنډک د وسله وال بريد له ځایه دوی ته ۲۴ ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په ټپيانو کې ۱۴ پوځیان او ۱۰ ملکيان دي.

یاد بريد نن سهار د موټر بم بريد په وسیله پيل شوی دی او لا هم نښته روانه ده.

امنیتي چارواکي بیا وایي سيمې ته تازه دمي کمانډو ځواکونه رسېدلي دي.

وسله والو کندز کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک ډله ییز برید کړی

لومړني جزیات

تاند (سه شنبه، د عقرب ۱۳) په کندز ولایت کې د سرحدي ځواکونو پرکنډک نن سهار وسله وال برید شوی.

امنيتي سرچينې وایي لومړی د سرحدي ځواکونو پر کنډک موټر بم برید شوی او وروسته وسله والو له افغان ځواکونو سره نښته پيل کړې ده .

سرچینه زیاتوي،چې وسله والو کسانو موټربم برید د هاموی ټانک په وسیله ترسره کړی او بیا کنډک ته دننه ننوتل.

د دغه چاودنې او ډله ییز برید د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

بل لورته د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

ځايي قومي مخور وایي د پېښې په ځای کې جګړه روانه ده او سیمې ته نور تازه دمي ځواکونه هم ور روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب