جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالب سرچینه؛ د کابل پوهنتون برید د پېښور د مدرسې د برید...

طالب سرچینه؛ د کابل پوهنتون برید د پېښور د مدرسې د برید غچ و

تاند(سې شنبه، د عقرب ۱۳) یوه طالب سرچینه وايي چې پر کابل پوهنتون پرونۍ حمله په پېښور کې د افغان طالبانو پر یوې مهمې مدرسې د برید په غچ کې شوې ده.

سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل، تېره اوونۍ په پېښور کې د (زبیر) په نوم د افغان طالبانو پر مرکزي مدرسه له بریده وروسته د افغان طالبانو د پېښور شورا د دغه ښار د تاج اباد په سیمه کې د کوچیانو جومات ترڅنګ د فقیرمحمد دروېش په کور کې بیړنۍ غونډه جوړه کړه.

د سرچینې په وینا، د پېښور شورا مشر قیوم ذاکر او ملاشیرین اخوند غونډې ته وویل چې «پر مولوي رحیم الله حقاني او زبیر مدرسه باندې برید په پاکستان کې دننه پر افغان طالبانو د بریدونو د لړۍ یو خطرناک برید او د خطر زنګ دی او باید غچ یې واخلو.»

https://taand.net/%d8%b9%db%8c%d9%86%d9%8a-%d8%b4%d8%a7%d9%87%d8%af%d8%a7%d9%86-%d9%87%d9%85%d8%af%d8%a7-%d8%a7%d9%88%d8%b3-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%88%d9%87%d8%aa%d9%86%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%ac%da%ab%da%93/

ده همداراز وویل«پر طالبانو د دې بریدونو ځواب باید سمدستي د کابل، مزارشریف یا هرات پر پوهنتونونو باندې په برید سره ورکړل شي او د برید پړه به په داعش کې زموږ ارتباطي کړۍ په غاړه واخلي.»

سرچینه همداراز وايي، دې غونډې ته د سراج الدین حقاني ورور عبدالعزیز حقاني وویل «په کابل او نورو ښارونو کې باید وېره او ترهه ایجادو کړو چې عام خلک د دولت په وړاندې راپورته شي او خلک د طالبانو د بیا راتګ هرکلي ته تیار شي.»

داعش، چې ځان ته د اسلامي دولت د خراسان څانګه وايي، د کابل د حملې مسوولیت په غاړه واخیست. دې ډلې تېره اوونۍ د کابل په لوېدیځ کې پر یوه تعلیمي مرکز د برید مسوولیت هم منلی و.

په پېښور کې پر مدرسې له بریده وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال باجوه د ټپیانو د لیدو لپاره د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته لاړ.

د کابل پوهنتون په پرونۍ حمله کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي. د پېښې ځای ته تللي خبریالان وايي چې د یوه وژل شوي ترهګر په جېب کې د طالبانو په وینو لژند بیرغ یې لیدلی دی خو د دې ثابتول ښايي اسانه نه وي چې ایا دا بیرغ خو به وروسته د وژل شوي کس په جېب کې اېښودل شوی نه وي.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون محصلانو د پوهنتون پر دېوالونو لیکلي چې حکومت دې په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې سمدستي ودروي.

دوی دغه راز ویلي چې د ترهګرو د برید په غبرګون کې نن رخصتي نه کوي او درسونو ته ځي.

یو شمېر نورو محصلانو ویلي چې نن به د تروریستي بریدونو په اعتراض کې لاریون وکړي.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%af-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d9%84%d9%87-%da%a9%d8%a8%d9%84%d9%87-%d9%88%db%8c%d8%b1-%d8%a7%d8%b9%d9%84%d8%a7%d9%86/

15 COMMENTS

  1. دې کې هېڅ شک نسته چې تالب غواړي په داسې برېدونو ولس کې وېره راپېدا کړي،او پړه په داعش واچوي حالانکې همدغه تالب دی خو د نوم او بېرغ په بدلولو ځان ته برات ورکړي.
    تالب د وحشت نوم دی،وحشت خپروي د عامو خلکو وینه څښي،وېره خپروي.

  2. دې کې هېڅ شک نسته چې تالب غواړي په داسې برېدونو ولس کې وېره راپېدا کړي،او پړه په داعش واچوي حالانکې همدغه تالب دی خو د نوم او بېرغ په بدلولو ځان ته برات ورکړي.
    تالب د وحشت نوم دی،وحشت خپروي د عامو خلکو وینه څښي،وېره خپروي.

  3. وه طالبه تا خو دا د آ اس آی. په لار ښونه دا ترهکري کار کړي کړي زه په د پوه يم چه ته ښه سړی يي خو له پنجاب سره نه شليدونکي ياري لري او هغه تاته وايي چه دا ترهګري او دا ترهګري بريد په افغانستان کي وکړه ته خو عقل نه لري او د داسي قتلونو ته آ اس اای روزلي يي. تابه هغه داسي ظللمونه نه کولاي چه تا ميرمن او واړه ماشومان در لودلاي بيابه د مسوليت ، عدالت پيژندلاي او زړه سوی به د په د تنکي ځوانانو او تنکيو پيغلو لرلای خو متآسفانه آ اس. آي ياري کوي.
    ستا او ستا د بادار آ اس. آي اسلام له نړيوال اسلام سره نه پرتله کيږي نو ځکه ستا او ستا د بادار په اسلام زه عقيده نه لرم.

  4. داود جانه وروره زه دلال طالب ته لیکنه لرم.
    تف لعنت دی وي پر تاسو دلالانو. تف لعنت دې وي ستاسو په پلارونو، تف لعنت د وي ستاسې په طرفدارانو، تف لعنت دې وي په هغه طالب مشرانو چې په کابل کې د افغان ملت او دولت په معاشو شپې او ورځې تیروي. له بیت المال څخه یې استفاده کوي او مردارې او ګنده خولې ناست دي او ددې هېواد د دربدرۍ تماشې کوي، تف لعنت په دوس ملا برادر، تف لعنت په دوس او مردګاو ملا عباس، تف لعنت په خاکسار، تف لعنت په ګنده ملا وردک، تف لعنت په هر هغه طالب چې په دوحې کې شلم ناست دې او د پاکستان د غولو په خوړلو خوشحاله دي. په قران که یې ؤخورئ او خوند ځینې واخلئ. دا ملت هم خدای لري. والله که خلاص شئ. په قران که خلاص شئ. سبا که داعش او ای اس ای ستاسو په کونو لکه قذافی مېږي ټک ونه وهه بیا دا ځای دې نښه وي. د پلید شيطان نماینده ګانو تف لعنت دې وي ستاسو په انسانیت، شرافت او اسلامیت.

  5. دشمن اصلی و عامل اصلی این حمله ها ی تروریستی دولت پاکستان ( شبکه استخبارات فوج ّاکستان ) است که از 30ذ سال به این طرف به شکل نا اعلام شده جنگ تروریستی را در افغانستان رهبری میکند ، ملت و دولت جمهوری اسلامی افغانستان باید با یک صدا در مقابل این جنگ نا اعلام شده دولت پاکستان ایستاد شود ، به ناحق فریب بازی پروژه مذاکرات صلح در قطررا نخور د .
    ایا خواست آزادی 6000 زندانی جنایتکار و تروریست که استخبارات نظامی پاکستان تربیه کرده بود ، تمویل و تجهیز نموده بود و زیر رهبری دولت پاکستان برای ترور به افغانستان فرستاده شده بود در مقابل تعهد صلح با دولت جمهوری افغانستان و آتشبس در افغانستان که برعلاوه تعهد قسم نیز خوردند ولی باز به میدان جنگ تروریستی روان کردند و تا هنوز هم اتشبس نمیکنند یک فریب آشکار و بیشرمانه نیست که دولت پاکستان توسط ملیشه های تروریستی خود در قطر شکل داد؟
    در عقب نیروهای امنیتی و دفاعی کشور و ادارات مربوطه هر افغان در هرجا و هر زمان باید همکار باشد ،تمام شهروندان به خصوص جوان های این کشور و ملت 5000 ساله افغانستان مسؤلیت دفاع از خاک و جغرافیا ، نوامیس و حاکمیت ملی خود دارد بعد ازین همه وعده های فریبنده ، قسم خوری ها ، که باز هم فریب ، قساوت ، و دورویی همیشګی دولت پاکستان ادامه دارد و حملات را بر رمساجد ، مکاتب ، پوهنتونها شروع کردند ، دیګرمذاکرات کاذب دشمن برای صلح غیر از فریب و خدعه بیش نیست ، و انرا باید لغو کرد ، نیروهای امنیتی و دفاعی ما باید از حالت دفاع فعال به حالت تحاجمی برود .
    افغانها درمقابل دولت تروریستی پاکستان راهپیمایی های ګسترده را بسیج کنند هم در داخل ۳۴ ولایت و هم در ممالک خارجی ،حد اقل هفته یک بار ( مثلآ روزهای جمعه ) تا آواز مظلومیت افغانها به ګوش جهانیان از طریق این حرکت مدنی به شکل رسا و مؤثر برسد ، تا پاکستان هر چه زودتر در لست سیاه ممالک حامی تروریزم درج ګرددذ ، و دولت پاکستان زیر تحریمات بیشتر قرار بګیرد ، همان ضرب المثل افغانی که به تب بګیرش تا به مرګ راضی شود .
    ای افغانها ، پوهنتونها، اساتید و علما ، تحلیلګران سیاسی ، سران جامعه مدنی ، کارمندان سکتورحکومتی و خصوصی ! دولت پاکستان یک افغانستان را میخواهد که زیر سایه اسارت اش باشد ، وکسانی را به نام حکومت موقت بیاورند که سبب حاکمیت این اسارت سیاه دولت تروریستی پاکستان بر افغانستان باشد. نظامی کنونی جمهوری اسلامی افغانستان با وصف کاستی ها موجود که اصلاح پذیر است و یقینآ صد برابر بهتر از اسارت دولت تروریستی پنجابی پاکستان است .ملت ما تجربا ت تلخ ګذشته ساخت حکومتهای موقت با فرمایش دولت تروریستی پاکستان و اجیران داخلی اش نباید فراموش کنند.
    نسل جوان ، اساتید ، علما ، خبرګان سیاسی و بالخصوص رسانه ها باید به این واقعیت های زمینی و قابل لمس جدآ متوجه باشد ، حرکتی نکنند که سبب تضعیف نظام موجود در افغانستان ګردد و آب را به اسیاب دشمن سفاک و خونخوار پنجابی بریزد .
    راه اصلاحات در نظام باز است در مسیر اصلاحات و مشوره های مفید به دولت مردان و مسؤلین امور همکاری کنند و مسؤلیت شهروندی ، افغانی و اسلامی خود را ایفا کنند . دستآوردهای موجود به مقیسه ۳۰ ذسال قبل را باید نادیده نګیریم ، در حفاظت این کشور و این ملت همه ما افغانها مسؤل هستیم .

  6. “یوه طالب سرچینه وايي”: داسی کلمات اوس په دی معنی دی چه دا راپور سرچینه نلری. د عراق د جنګ تمهیدی خبرونه په امریکایی ورځپانو کی چه په داسی فارمت باندی ولاړ وو د معتبر ژرنالیستانو له خوا بی اعتباره بلل سوی او د هغه دروغ اتلس کلن جنګ ریښتیا کړل.
    تاند باید د امریکایی ورځپاڼو فارمټ له نظره و غورځوی او سم مستند خبرونه خپاره کړی. داسی راپورونه یو طرفه ښکاری او قضیه نوره هم د قتل او قتال خواته سوقوی.

  7. له طالب د ښو تمه لرل ځان غولول دي طالب له اولې ورځې د پنجاب غلام و او تل به وي.
    طالب چې په کوټه او پيښور څومره خپلواک دی دومره په افغانستان د دوی تر واک لاندې سيمو کې هم نه دی.
    تاند خبري وېبپاڼې ته وايم کله چې پيښور کې بريد وشو او طالب ترهګرو پر کابل پوهنتون د بريد پلان جوړوو تاسو هغه وخت ولې خبر خپور نه کړ؟
    ولې مو انتظار وکيښ ترڅو محصلان قتل عام شي.
    تاند خبري وېبپاڼه بايد ځواب ووايي؟

  8. بلکل دا سرچينه زه پيژنم! اوس د ټاليبانو د دوحې له دفتره شړل شوی دی او دا خبره يې سلو په سلو کې رښتیا ده! ټاليب د پنجاب نا نکاح شوې عورته ده

  9. داعش په ويډيوۍ پيغام کښۍ دا شريک کړۍ . چۍ مونږ دا کار نه دۍ کړۍ . دا طالبان کار دۍ .
    او طالب ده اسلام له نظره خوراج دۍ .

  10. په کابل کی ناست یو د خولې چالاک ( نظر محمد مطمئن ) څو کاله مخکی پخپله کومه لیکنه کی هڅه کړی وه ثابته کړی چی مثلاً د هلمند په فلانۍ سیمه کی د دوکانونو د سوځلو عاملین طالبان نه بلکه حکومتی امنیتی کسان وه.
    د مطمئن دا ادعا به د منلو وړ وی خو دا دومره قتلونه او ویرانۍ چی طالب رامنځته کړی وې او نن ئې هم را منځته کړی دی د مطمئن صیب په ګوتو او ژبه به څه ډول توجیه کړای سی؟

  11. الا لعنت الله علی الکاذبین
    ههههه دومره ډېر مې درته وخندل په دې ښکرورو درواغو چې تاسو جوړ کړي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب