جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريستره بریا د غوره کرکتر در لودل دي| جنرال دولت وزیري

ستره بریا د غوره کرکتر در لودل دي| جنرال دولت وزیري

که ژوند ته ځیر شو، اصلا اتلولي بریالیتوب نه دی، ځکه چې یو څوک نه شي کولای ټول ژوند اتل پاته شي، شرایط او ارزښتونه بدلېږي او د اتلولۍ معیارونه هم تغییر کوي.

څوک چې د تل له پاره د خوند ژوند غواړي او غواړي چې تل بریالی وي، د دې پر ځای چې د اتلولۍ له پاره شپه او ورځ پر ځان يوه کړي، ښه دا ده چې پر خپل کرکتر/شخصیت کار وکړي او کوښښ وکړي چې خپل کرکتر ته پر سم لوري بدلون ورکړي. ځکه چې د غوره کرکتر لرونکي به تل زیارکښ وي او تل به د نورو ښو او پر ځای مشورو ته غوږ ږدي او عملي کوي به يې.

دا هم ثابته ده چې يوازې د لوړ کرکتر خاوندان د نورو پر ژوند ژور اغیز کولای شي. د لوړ کرکتر د اهمیت لکه مخې ویلي شو چې کرکتر د رښتیني، روښانه او اخلاقي ژوند کولو کونجي(کیلي) ده.

د لوړ کرکټر لرونکي داسې دي، لکه شمع چې خپله لګېږي خو د ټولنې تیارو څنډو ته رڼا ورکوي.

ټول خلک ځان ته ښه وايي او ښې خبرې کوي، خو د ښه کرکتر د معلومولو او تللو اصلي معیار عمل دی.

په ژوند کې ځینې شيان شته چې په ټاکلو کې يې انسانان واک نه لري، لکه د زيږېدو ځای، مور، پلار او نور، خو ځیني شيان بیا په خپله ټاکلی شو لکه عقیده، د نورو سره چلند او په ځانګړې توګه کرکتر.

په ټولنه او د خلکو سره په ګډ کار کې باور ډیر اړین دی او ډاډمن باور یواځي غوره کرکتر را منځ ته کولای شي. یوازې د باور ایجادول مهم نه دی، بلکې د باور ساتل خورا اهمیت لري، چې د لوړ کرکټر خاوندان دا باور تر پایه پرځای ساتي.

که د بریالیتوب له مخې انسانان ډلبندي کړو نو په درې برخو يې ویشلی شو. یو هغه کسان دي چې نه بریالي کیږي، دویم هغه کسان دي چې د لنډ مهال له پاره بریالي کیږي او دریم بیا هغه کسان دي چې تل بریالي پاته وي. تل بریالي کسان یوازي د لوړ کرکتر خاوندان وي ځکه چې د تلپاتې بریالیتوب یوازینۍ لاره د غوره کرکتر لرل دي او د کرکټر ساتل قرباني او خواري غواړي.

د غوره کرکتر خاوندان تل له نورو سره داسې چلند کوي چې کوم چلند له نورو څخه د ځان له پاره غوره ګڼئ.

جورج ایلیت به ویل: «رښتیني اوسئ، په ښو او سمو کارونو مه شرمیږئ، څه چې سم درته ښکاري همغه تر سره کړئ او بیا پر همغو ودریږئ.»

دا ډیره اړینه ده چې کله د کومو اخلاقي موضوعاتو سره مخ کیږئ، له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې زه په دې حالت کې له ځان سره کوم ډول چلند غواړم، بیا هسي پریکړه وکړئ چې د ځان له پاره يې غواړي او دا کار یوازې د لوړ کرکتر کسان کولی شي.

ځينې کسان په ځينو وختونو کې له پریکړې ځان تیروي، دوی فکر کوي چې خلک به د دوی په هکله قضاوت نه کوي، خو د پریکړې نه کول هم په خپله پریکړه ده او خلک په دې پوهیږي.

کنفسيوس به ویل: «اصل ناځواني دا ده چې ښه پوهیږې دا کار ښه دی، خو کوې يې نه.»

د خپل ځان په زیان پریکړه کول اسانه نه دي، خو انعام يې ډیر لوی دی. څوک چې اصولو ته ژمن نه وي او غوره کرکتر ونه لري، د هغوی له خولې د اصولو خبرې عبث دي.

څوک چې د روښانه راتلونکي له پاره د نن یوه شیبه نه شي قربانولای او بیا د خوشحالۍ خبرې کوي، دوی داسې دي لکه کوم ژوند چې رنګونه تشریح کوي.

د کمزوري کرکتر خاوندان د خپلو پریکړو پړه پر حالاتو اچوي خو د غوره کرکتر خاوندان بیا حالاتو ته په کتو سمې پریکړې کوي او دوی په سمو پریکړو سره کولای شي چې ځان ته سم حالات را منځ ته کړي.

د کمزوري کرکټر خاوندان د وخت او حالاتو له بدلون سره خپل ارزښتونه او شعارونه هم بدلوي، چې پر دغسې کسانو باور کول ګران کار دی.

که څوک تل سمې، پر ځای او رغنده پریکړې وکړي د خلکو باور تر لاسه کوي او د خلکو باور ستره بریا او د لوړ کرکتر خاوندان تر لاسه کولای شي.

د نورو له خوا د یو چا د کارونو څارل او بیا د دوی نيمګړتياوو ته ګوته نیول د هیچا په تبعه برابر نه وي او نه يې خوښیږي. که څوک غواړي چې په ژوند کې ریښتینی وي او ټول ورته د يو رښتني انسان په سترګه وګوي، باید  حساب ورکولو او د نورو لخوا له څارلو سره ځان عادت او تل ورته چمتو وي.

پایله

غوره کرکتر، سمې پریکړي، حساب ورکول، رښتیا ویل، رښتيا کول، د نورو سره داسي چلند کول کوم چی د ځان له پاره يې له نورو تمه لري، په تلپاتې بریا باور لرل د خلکو د باور د تر لاسه کولو اصلي او اساسي لارې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب