Homeخبرونههلمند کې جګړې زرګونه زده کوونکي له زده کړو محروم کړي

هلمند کې جګړې زرګونه زده کوونکي له زده کړو محروم کړي

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۲۴) د پوهنې وزارت مسولان وایي چې په دې ولایت کې زرګونه زده کوونکي د جګړو له امله ښوونځیو نشي تللی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دمګړی په مرکز لښکرګاه کې ۸ ښوونځي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روانو جګړو له امله تړل شوي دي.

سرچینه زیاتوي د یادو تړل شویو ښوونځيو له امله نږدې ۴ زره زده کوونکي ښوونځیو ته له تګ محروم دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په لښکرګاه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړه روانه ده، چې له همدې امله زرګونه کورنۍ هم بې ځایه شوي دي.

د جګړې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي خو نړیوال بنسټونه بیا پر ښکېلو خواوو د جګړو د درېدو غږ کوي.

https://taand.net/%db%8c%d9%88%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%a7-%d9%84%d9%87-%da%9a%da%a9%db%90%d9%84%d9%88-%d8%ae%d9%88%d8%a7%d9%88%d9%88-%d8%af-%d8%aa%d8%a7%d9%88%d8%aa%d8%b1%db%8c%d8%ae%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d8%af-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...