جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeسپورتکرکټ: نن ماښام پنجاب د بنګلور پر وړاندې لوبه ترسره کوي

کرکټ: نن ماښام پنجاب د بنګلور پر وړاندې لوبه ترسره کوي

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۲۴) د هند غوره ليګ ای پي ايل سياليو په ۳۱مه لوبه کې نن ماښام شپږ نيمې بجې رایل چلينجرز بنګلور لوبډله له کېنګز الیون پنجاب لوبډلې سره لوبيږي.

تر دې وړاندې دواړو لوبډلو په روانو سياليو کې اووه اووه لوبې تر سره کړي.

بنګلور لوبډلې په ۷ لوبو کې پنځه ګټلې دوه يې بايللې، چې د ۱۰ نمبرو په لرلو سره د جدول درېيم ځای کې قرار لري.

پنجاب لوبډلې بیا په ۷ لوبو کې يوازي يوه ګټلې او پاتې شپږ لوبې یې بايللې، چې د دوو نمبرو په تر لاسه کولو سره د جدول په وروستي ځای کې قرار لري.

افغان لوبغاړی مجيب الرحمان ځدران هم له پنجاب لوبډلې سره لوبيږي چې یوازي په ۲ لوبو کې لوبېدلی دی.

دوه نور افغان لوبغاړي محمدنبي او راشد خان ارمان بیا له سنرایزرحیدراباد لوبډلې سره لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب