جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د امریکایي پوځیانو د نظامي تجهیزاتو پر لېږد د افغان...

پاکستان ته د امریکایي پوځیانو د نظامي تجهیزاتو پر لېږد د افغان چارواکو نېوکې

تاند (پنجشنبه د میزان ۲۴) په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په اېستلو ټینګار کوي، هممهال د امریکايي پوځیانو نظامي تجهیزات له افغانستان څخه پاکستان انتقالېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې استازو پرون چهارشنبه په یوه عمومي غونډه کې وویل، امریکا هره ورځ ۲۰۰ ټانکونه او خپل نور پوځي وسایل د سپین بولدک او تورخم له لارو پاکستان ته انتقالوي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد وویل، د امریکايي پوځیانو د اډو ړنګول او پاکستان ته د تجهیزاتو لېږد د کابل او واشنګټن تر منځ د شوي امنیتي او ستراتېژیک تړون خلاف کار دی.

ددغه تړون له مخې امریکا باید له افغانستان څخه د وتلو پر مهال خپل ټول پوځي سامانونه افغان پوځ ته په واک کې ورکړي.

مجاهد دغه راز زیاته کړه، امریکایانو د بګرام نظامي اډه کې یو شمېر ودانۍ هم نړولي دي.

په دې جرګه کې د لغمان د خلکو استازي رفیع مموزي هم په ټینګار سره وویل، افغان حکومت باید پرېنږدي چې د امریکا پوځ خپل پوځي سامانونه له افغانستان څخه وباسي.

له ولسي جرګې مخکې د افغانستان د مشرانو جرګې هم پاکستان ته د امریکايي پوځیانو د نظامي تجهیزاتو پر لېږد نیوکه کړې وه او ویلي یې وه چې دغه وسایل باید افغان پوځ ته ورکړل شي.

بګرام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه له مهمو اډو څخه ده چې خپل ټول هوايي عملیات له همدې ځایه رهبري کوي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو لپاره پرون چهارشنبه خپله ژمنه یو ځل بیا تازه کړه او وې ویل، چې ډېر ژر به خپل ټول ځواکونه له دغه هېواد بېرته ستانه کړي.

نوموړي دا څرګندونې پرون د امریکا په اوهایو ایالت کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وکړې او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی.

د امریکا ولسمشر تېره اونۍ ویلي و چې په افغانستان کې پاتې سرتېري به د روان کال تر پایه تر کرسمس پورې له دې هېواده وباسي.

8 COMMENTS

  1. ما همیش پدی تاکید کړۍ دی چی امریکا د ۲۰۰۱ کال راپدی خوا خپل چټل پلانونه د خائين او مضر مکروب خلیلزاد په وسیله تهدابی عملی کولو ته چمتو دی او ددی لپاره ئي په پنجابی پاکستان، امریکا ، انګلستان او نورو غربی ممالکو کښي د همدی مضر مکروب او د افغانستان ملت دوښمن خلیلزاد تر رهبری د سی آی اي له خوا تربیه شوی او همدارنګه د سی آی اي او آي اس آي په پاکستان کښي تش په نامه اسلامی تنظیمونه او غلامو طالبانو په ګډه تربیه موندلی دی ، امریکا د خائين خلیلزاد په وسیله کابل د امریکا او ایران ( فاشست ایرانی اخوندی رژیم د امریکا په رضایت خپل قاتل تربیه شوی غلامان ځای په ځای کړیدی ) او د روسیی ( د کمونستی تربیه شوی غلامان( دلته هم د امریکا او روسیی مشترکه توافقنامه موجوده دی ) له خوا مطلق محاصره او ولایاتونو کښي ئي تربیه شوی طالبان غلامان پر ملت خوشی کړی دی ! اوس ځینی افغانان چیغی وهی چی امریکا ولی په کابل کښي اډی ورانوی او سلاحګانی پنجابی پاکستان ته انتقالوی ؟ داځکه چی پنجابی پاکستان دامریکا او انګلیس تاریخی صادق غلام او پر غلامی ئي کاملآ اعتبار لری ! افسوس چی اکثره منورین لا تر اوسه نشی درکولای چی په افغانستان کښي څه روان دی او د افغانستان راتلوونکۍ کومی خوا ته ځی ؟ د امریکا اود امریکا غلام کابل حکومت ستراتیژی معاهدی امضاګانی یوازی د ملت فریبی لپاره دی او بس !
    افغان ملت ددوی کثیفو زهرناکه سلاحګانو ته هیڅ ضرورت نه درلود او نه ئي لری ! افغان ملت د ظالم شوروی او ددوی غلامانو پر ضد بی له امریکا سلاح ګانو وجنګیده او اوس هم جنګیږی او د ملت جهادی مقاومت د شوروی په ضد هم پخوا د امریکا او پنجابی پاکستان په وسیله په خرڅ شوو غلامو تنظیمونو وتپل شو او اوس ئي د غلامو طالبانو تر شعار لاندی غوښتل کیږی چی د ملت مقاومت پر غلامو طالبانو وتپي ، بلی داد نوی استعمار مودلونه دی چی اوس په افغانستان کښی ددی عملی کولو هڅی روانی دی !!!! په کابل کښي د ملت استازی نه په شورا او نه په سنا کښی موجودی وی او نه اوس ، دیو اوبل وکیل اعتراض ( لکه د سلاحګانو انتقال کښي باره کښي) یوازی ددی لپاره دی چی څرګنده ئي کړی په کابل کښي دیموکراسی دی او انتقاد کولای شی ، همدا مجمل منورین دی چی ځینی ئي په تخریبی او غلطو تاریخونو افغانان مغشوشوی او ځینی د اجنبیو له خوا وارد شوو زهرناکه ګوندونه د مردودو غلامو په وسیله افغانان مغشوش کړی ، افغان ملت همیش صادق مسلمان ملت وو او دابه وروسته هم وی نو داسی زهرناکه شعوری واردشوو ګوندونو څخه ملی افغانان خودداری وکړی او باید د ملت خوا ونیسی او نه د اجنبیو هدفونه !!! که نوشتی کښی می په اشتباهی سره غلطی موجوده وی نو د تاسو څخه د معافی هیله کوم ، مننه!

  2. ملت د ټولو هغو انسانانو او خلکو مجموعه ده چې په یوه هېواد او معین قلمرو کې اوسیږي. په دې خلکو کې مجاهد ، ټالب ، حزبي او غیر حزبي ټول راځي . دلته ستاسو مقصد له افغان ملت نه کوم خلک دي ؟ د احدي تر مشري لاندې افغان ملت او که د افغانستان ټول ولس چې په هغو کې تاجیک ، پښتون ، هزاره ، ازبک او نور شامل دي . او وروستۍ پوښتنه کوم خلک او ګوند ښه دی چې د افغانستان ټول ولس پرې راټولېدای شي او دې وطن ته رښتینی او صادق وي ؟

  3. غروال سیب دا چه اوسنی جنګ مو د اشغال سوی افغانستان د ازادی جنګ او جهاد بللی ښه ده. خو ستاسو قهرمان څوک دی؟ هیله ده د شریعتی د وینا سره سم تاسو د شلکلن جنګ د نیتجی کنترل یوی نامرئی نوی استعماری ټولګی ته ونسپاری.

  4. افغان ملت په خپل ځلانده تاریخ کښي د ازادی لپاره هیڅکله د کوم وارد شوی حزب یا تنظیم تر رهنمائي جهاد ندی کړی بلکه د خپلی خاوری ، خپل مذهب ، ازادی او کلتور په خاطر ئي په ملی مینه او محبت په یو اتفاق قربانی ورکړیدی او اوس هم دا جریان لری ، واقعی او اصلی رهبر د جهاد په یو اتحاد سره ملت دی ! احدی ( اوس دا غل او جاسوس بل ګروپ جوړ کړۍ دی او د قاتلو غلو شورای نظار سره ګډا کوی ) منفور ګروپ یعنی افغان ملت سرچشمه د فاشست هتلری رژیم څخه دی ( وروسته سوسیل دیموکرات د ډالرو په خاطر ) لکه د نورو منفورو کمونستی ، تش په نامه اسلامی تنظیمونه او د غلامو طالبانو ډلګی په شان د اجنبیو له خوا تولید شوی دی او دی منفورو اجنبیو غلامانو افغانستان ته د ملت تباهی اور راوړۍ دی ، ملت اوس ډیر ښه بیدار شویدی او د هیڅ کوم واردشوو ګروپونو نه یوازی طرفدار ندی بلکه نفرت ورڅخه لری ، ملت د قدیم په شان ټول متحد په اتفاق سره ډیر هوښیارانه د افغانستان د استقلال دوباره تر لاسه کولو قربانیو ته چمتو دی او قهرمان ملت دی په نیمه منورو اعتبار نور نکوی وروسته به ولیده شی چی د ملت له مینځه به ملت خپل ملی رهبر په صحیح وخت کښي څرګند کړی او بین المللی به ئي هم هرکلۍ وشی !!!!

  5. محترم بریال ته ، بلی زه کاملآ باور لرم چی که ګوندونه د صادقو وطنپالو منورینو له خوا مساعد وخت کښي د ملت فهم او باور لرلو سره را مینځ ته شی نو داسی ګوندونو به ملی بڼه ولری او په هغی کښي به د ټولو قومونو حقوق تضمین وی او مذهبی ، زبانی ، نژادی او سمتی تفریقی به کاملآ له مینځه ولاړی شی ( دوګما کمونستانو غلامانو او تش په نامه مسلمانانو تنظیمونو دا ټولی بی اتفاقی د خپلو بادارانو په هدایت رامینځ ته کړی دی ) ، دداسی مثبتو او د افغانی کلتور سره برابر ګوندونو بنسټونه د ملت له مینځه د صادقو او ملی وطنپالو منورینو له خوا یو وخت راتلوونکی دی او ددی لپاره هم کار شروع شویدی !!!!

  6. درې ټکي داسې دي، چې ټول افغانان او په جدي توګه د دولت په تخت ناست چارواکي باید په پام کې ونیسي:
    لومړی : نظام به هرومرو د طالبانو یا نورو ترهګرو د لاسه سقوط ونکړي، خو د نظام داخلي فساد له امله یې حتما کوي.
    دویم : په امریکا باندې اوسمهال پنځوس سلنه تکیه هم نشي کیدای، پداسې حال کې چې ټول دولت په امریکا بشپړه تکیه کړې ده، باید دولت په اړیکو کې خپل توازن او د سیمي معتبر هیوادونو سره همغږي او د هغوی ملاتړ هم لاسته راوړي، تر څو د امریکا د وتو سره هم مهاله مونږ د سیمییزو او نړیوالو ملګرو هیوادونو څخه ملاتړ ولرو- او د نظام پایښت ډاډمن کړو، هغه هیوادونه لکه : روس، هند، چین، عربي ایتلاف(سعودي)، ازبکستان، اسټرالیا او اروپايي اتحادیه.
    دریم : دولت باید د وړو او لنډمهاله پروژو پر ځای په اوږد مهاله او سترو ملي بنسټیزو پروژو کار وکړي، که هغه د شمیر د نظره یوه پروژه ولې نه وي، ځکه چې د سیمې په کچه سترې پروژې زمونږ د روښانه راتلونکي نښه، او د نظام د پیاوړتیا هوډ او د افغانستان د پرمختګ هوډ څرګندوي. په اوس وخت کې : سوداګري، کرهڼه او کان کیندنې هغه درې فرصتونه دي، چې کولای شي د افغانستان ملت او حکومت په ګډه ځان د دې ستر بُحران څخه وباسي او آن د نړۍ د سترو هیوادونو مرستې ته هم اړتیا ونلري – خو په دې شرط چې دولت او مشرتابه ریښتنی ګام پورته کړي، او د تشو وعدو او تشریفاتي پروژو او نمایشي تقریرونو نه تیر شي.
    دا ډیر د افسوس ځای دی چې دولت د دغه پوځي تجهیزاتو مخنیوی نشي کولای!!

  7. دا وسلې او مهمات ځکه د امریکایانو له خوا څخه پاکستان ته ورکول کېږي چې پاکستان د دوی (انګرېزان/ امریکایان) په لاس جوړ شوی هېواد دی او افغانستان د هندوستان په ګاونډ کې پروت پنځه زره کلن زوړ هېواد دی. افغانستان چې په تاریخ کې کوم کړاوونه او ماتې انګرېز ته ورکړې، هغه ساری نلري او هم تر اوسه یې اغېزې د انګرېز د ذهن څخه ندي وتلي. انګرېز لاتر اوسه په غچ اخستنې بوخت دی او دا غچ اخستنه به نوره هم دوام وکړي. امریکایان په هېڅ صورت په افغانانو، په ځانګړې توګه په پښتنو اعتبار نه کوي. هغوی فکر کوي چې که دا خلک ځواکمن شي، بیا یې څوک نشي کنټرولولی. نو ځکه دا وسلې او مهمات خپل جوړ کړي او نوکر هېواد ته ورکوي او دا کار یې پخوا هم کړی دی. درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب