Homeخبرونههېواد کې پرکورونا د اخته کسانو شمېر تر ۴۰ زرو واوښت

هېواد کې پرکورونا د اخته کسانو شمېر تر ۴۰ زرو واوښت

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۲۴) د افغانستان د روغتیا وزارت مسولان وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا وبا ۲۴۸ نمونې څېړل شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي له یادو نمونو د ۳۲ هغو پایله مثبته وتلې ده.

له دې سره په ټول هېواد کې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۲۶ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره په همدې موده کې له کورونا وبا د مړینې کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو ۹۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کورونا وبا ۱ زر او ۴۸۱ کسان مړه شوي او ۳۳ زره او ۴۴۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...