جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشر حقونو کمیسیون: د هلمند جګړې د ملکیانو ژوند تریخ کړی

د بشر حقونو کمیسیون: د هلمند جګړې د ملکیانو ژوند تریخ کړی

تاند (پنجشنبه د میزان ۲۴) د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د هلمند په جګړه کې سپکې او درنې وسلې کارول شوي چې د ملکي خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.

دغه بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ټول هېواد، په ځانګړي ډول هلمند کې د جګړې له امله د ملکي وګړو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هلمند کې په جګړه کې ښکلیو خواوو سپکې او درنې وسلې کارولي او د سړک غاړې ماینونه اېښودل شوي چې په یاد ولایت کې یې د عامو خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د بشر حقونو کمیسیون په هېواد کې د تاوتریخوالي دوام د اندېښنې وړ مسئله بللې او ملکي وګړو ته اوښتونکي تلفات یې غندلي دي.

په همدې حال کې د هلمند سیمه چارواکي وايي چې هلمند کې د جګړې له امله څه کم ۶ زره کورنۍ مرکز لښکرګاه ښار ته کډه شوي دي.

د راپورونو له مخې د روانې جګړې له امله په هملند کې د ټیلیفون مزي پرې شوي، مخابراتي سیستم ګډوډ شوی، لویې لارې بندې شوي او دغه راز لسګونه زره ماشومان هم له زده کړو بې برخې شوي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په خپله خبرپاڼه کې له ښکیلو خواوو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې او په دوحه کې یې د افغان دولت او طالبانو په مذاکراتي پلاوو غږ کړی چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره دې ژر تر ژره په یوه سراسري اوربند هوکړه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب