جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیوناما له ښکېلو خواوو د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کوي

یوناما له ښکېلو خواوو د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کوي

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۲۴) یونما په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي بار د ملکي وګړو پر اوږو دی.

په خبرپاڼه کې راځي چې په لښکرګاه او نورو ځایونو کې د طالبانو په وروستیو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او خپرې شوې شمېرې د اندېښنې وړ دي.

سرچینه زیاتوي، چې د تاوتریخوالي اوسني بهیر دا اندېښنې ډېرې کړې چې ګواکې داسې نه شي چې یو ځل بیا په افغانستان کې د ملکي وګړو لپاره یو ناورین رامنځته او د دوی مرګ ژوبله ډېره شي.

ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې تاوتریخوالی د سولې خبرو ته زیان رسوي او ښه به وي چې ښکېل لورې نور د نړیوالو او افغانانو غوښتنه ومني او تاوتریخوالی کم کړي.

خبرپاڼه کاږي چې افغان جګړه د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او ټول اړخونه د دغه بهیر ملاتړ کوي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم له ښکېلو لورو په ځلونو غوښتي چې ژر تر ژره روانه جګړه ودروي او د سولې لار خپله کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب