تاند (پنج شنبه، د میزان ۲۴) په هلمند ولایت کې د وروستیو جګړو له امله زرګونه ملکیان بې ځایه شوي دي.
بې ځایه شوې کورنۍ وایي، ډک کورونه ترې په سیمه کې پاتې شول او اوس په سختو حالاتو کې شپې ورځې تېروي.
دوی زیاتوي، چې که څه هم حکومت ورسره ډېرې ژمنې کړي خو لاهم څنګه چې لازمه ده مرسته ورسره نه ده شوې.
په ورته مهال یوناما هم د هلمند په جګړو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکیانو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې ده.
یوناما په ټولو خواو غږ کړی، چې تاوتریخوالی ودروي او د جګړې سوله ییز حل لپاره هڅې زیاتې کړي.
https://taand.net/%d8%af-%d8%a8%da%9a%d9%86%db%90-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%b2%d9%85%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%da%9a%da%a9%db%90%d9%84-%d9%84%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%af%db%90-%d9%84/