جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد فرانسې په ۹ ښارونو کې تازه د کورونا له امله...

د فرانسې په ۹ ښارونو کې تازه د کورونا له امله بندیزونه وضع شوي

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۲۴) په اروپايي هېوادونو کې د کورونا د دویمې څپې له راتګ سره سم په فرانسه کې ګرځبندیز وضع شوی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په تازه اقدام کې د دغه هېواد په ۹ ښارونو کې ګرځبندیز وضع کړی دی.

مکرون وایي د پاریس په ګډون په ۸ نورو ښارونو کې خلک د شپې له نهو د سهار تر شپږو بجو د څلورو اونیو لپاره له کوره د وتلو حق نه لري.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، د کورونا د کنټرول لپاره به لا ډېر بندیزونه وضع کړي.

د یادونې ده چې فرانسه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۹۵۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې په ټوله کې په دغه هېواد کې د پېښو شمېرتر ۸۲۰ زره اوښتی دی.

روغتیايي چارواکي زیاتوي دغه راز په دې هېواد کې د مړو شوو شمېر هم تر ۳۳ زره کسانو اوښتی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...