جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورپروفيسور لطیف ناظمي پر « گهربار ما فارسی/پارسی است » د دوکتور...

پروفيسور لطیف ناظمي پر « گهربار ما فارسی/پارسی است » د دوکتور خالدي نقد

ژباړن : سيلانی
د «فرهنګ و اندیشه» پۀ پاڼه کې د پروفیسور لطیف ناظمي، چې د فارسي ادبیاتو استاد دی، یو لیکنه د «گهربار ما فارسی/ پارسی است» تر سرلیک لاندې خپره شوې ده.
هغه څۀ چې ښاغلي لطیف ناظمي لیکلي ورسره ستونزه نۀ لرم او ورسره موافق یم. هغه دا چې د دري، فارسي او تاجیکي ژبو ريښې یوه ګڼم. پۀ ځانګړې توګه د دوکتور محمود افشار یزدی لۀ دې نظر سره ډېر موافق یم چې لیکي:
«دري ژبه مخکې لۀ دې چې ایران پورې وتړل شي، دا ژبه د افغانستان او تاجیکستان ژبه وه. ځکه ددې ژبې پیدایښت او پایښت پۀ پخواني خراسان، ماوراءالنهر( بخارا و سمرقند)، بلخ او غزني کې شوی دی. رودکي، عنصري، فردوسي، فرخي او داسې ډېر غښتلي لیکوالان او شاعران پۀ خراسان کې زېږېدلي او ستر شوي دي. سعدي، حافظ او دې ورته نور شاعران څو پېړۍ وروسته را پیدا شوي دي.»
مګر د نظامي لۀ وروستۍ جملو سره موافق نۀ یم، چې لیکي:« زموږ ژبه فارسي یا پارسي ده…» ناظمي لۀ علمي استدلال پرته پۀ خپلو لیکنوکې د «دري» کلمه غورځوي. ناظمي د هرات ولایت دی. هغه سیمه چې د تیموریانو پۀ وخت کې د خراسان پلازمېنه وه.
د عربو مؤرخینو پۀ لیکنو کې، د عربو لۀ خوا د خراسان د نیولو پر مهال د خراسان د وګړو ژبه پۀ وضاحت سره دري یاده شوې ده. دا چې ښاغلی ناظمي ولې د دري ژبې پر ځای خپله ژبه فارسي ګڼي، کېدای شي لامل یې داوي چې ایراني ملګري یې خفه نشي.
د فارسي ایراني پۀ ټولو معتبر وېپانګو ( دهخدا، معیین، حییم) کې د دري ژبې پۀ پېژندنه کې راغلي دي، چې دري ژبه د پخواني خراسان او ماوراءالنهر د وګړو ژبه وه. ساسانیان؛ چې دعراق عجم اوسني ایران اوسېدونکي وو، همدا دري ژبه لۀ اسلام وروسته د پهلوي ژبې پرځای د خپلې ژبې پۀ توګه ومنله او د ایران ننۍ مروجه ژبه ( فارسي) لۀ هماغې پخوانۍ دري ژبې څخه لاسته راغلې.
هغه څۀ چې ناظمي یې پۀ هکله وضاحت نۀ ورکوي، هغه دادی چې ولې دري ژبې ته فارسي یا پارسي وایي. دا پۀ داسې حال کې ده چې پخپله ناظمي دامني چې: « دا ژبه لۀ فارس یا پارس سره هېڅ اړیکه نۀ لري.»
کۀ چېرې دا منو چې د دري ژبې د زېږېدو ځای پخوانی خراسان، ماوراء النهر( بخارا و سمرقند)،بلخ او غزنی دی.
همدارنګه هم مهاله او موازي د ایرانیانو لۀ ژبې ( پهلوي) سره مروجه شوې ده، نو پر همدې بنسټ منطقآ دا نشي کېدای چې «فارسي/ پارسي» ژبه دې د عراق عجم د جنوب لویديځو وګړو ژبه وي.
د دري پر ځای د فارسي کلمې مروجېدل هغه وخت تر سره شول، کله چې دري ژبه پۀ عراق عجم کې خپره شوه او ريښه یې د پارتي اشکانیانو دور ته د پارثي/ پارتي کلمې پورې رسیږي.

1 COMMENT

  1. : The issue is very simple

    Doesn’t matter how one dice, slice , cut or break the facts mostly based on their own personal feelings , NO ONE will be able to take away the languages of Pashto from Pashtuns, Persian from Persians, French from France and English from Brits. Case closed.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب