جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله راتلونکې اونۍ په ۳ ورځني سفر ایران ته ځي

عبدالله عبدالله راتلونکې اونۍ په ۳ ورځني سفر ایران ته ځي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۲۴) د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله به راتلونکې اونۍ ایران ته ځي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس ایران ته درې ورځنی سفر لري.

له نوموړي سره په دې سفر کې د ملي مصالحې عالي شورا غړي، د ولسي جرګې غړي، د کابیني غړي او نور چارواکي سفر کوي.

هغه به د ایران له ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکو سره وګوري.

د سفر عمده موخه د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړي کول او ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پراخول ښودل شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب