جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناټو: افغانستان کې روان تاوتریخوالی په تېرو لسو کلونو کې بې مخینې...

ناټو: افغانستان کې روان تاوتریخوالی په تېرو لسو کلونو کې بې مخینې دی

تاند(پنج شنبه، د میزان ۲۴) ناټو وایي په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی په تېرو لسو کلونو کې بې مخینې دی.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پانتیکورو په خپله یوه تازه مرکه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او جګړو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ویلي طالبانو ته په کار ده چې له هوکړې سره سم تاوتریخوالی کم کړي او مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

هغه همدا راز افغان پوځیان پیاوړي بللي او په خبره یې که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي هم نو افغان پوځ د دفاع وړتیا لري.

د ناټو ملکي استازي یو ځل بیا ټینګار کړی چې تر ۲۰۲۴ز کاله پورې به افغان پوځ د ناټو بشپړ ملاتړ له ځان سره ولري چې تر هغه وروسته به په کنفرانسونو او نړیوالو غونډو کې ددغه ملاتړ د تمدید اړتیا وي.

هغه همدا راز طالبانو ته په خطاب وویل چې د نړیوالو مرستې په افغانستان کې په وضعیت پورې تړلې دي او دا چې د افغانستان حکومت څومره قانوني، نړیوالو او افغانانو ته د منلو دی، همدې ته په کتو به نړیوال له دغه هېواد سره خپلې مرستې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب