جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان وایي ښکېل لوري دې لښکرګاه کې روان ناورین...

د بښنې نړیوال سازمان وایي ښکېل لوري دې لښکرګاه کې روان ناورین پای ته ورسوي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۲۴) د بښنې نړیوال سازمان په هلمند کې په روانه جګړه کې د ملکي وګړو پر تلفاتو جدي اندېښنه ښودلې ده.

دغه نړیوال سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د هلمند په جګړه کې نږدې ۳۵ زره وګړي بېځایه شوي دي او تر دوه سوه پورې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغوی په خبره د جګړې ښکېلو لورو ته په کار ده چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي، دوی ته خطرونه جوړ نه کړي او اجازه ورکړي چې د جګړو له سیمې ووځي.

د بښنې نړیوال سازمان وایي د لښکرګاه په جګړه کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او که جګړه همداسې دوام کوي نو دا ناورین به لا پسې ژور شي او د ملکیانو تلفات به ډېر شي.

سرچینې همدا راز ویلي چې په هلمند کې بېځایه شوي وګړي بېړنیو خوراکي او بشري مرستو ته اړتیا لري چې ښکېل لوري دې جګړه ودروي څو مرستندویه ډلې له خلکو سره همکاري وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له څو ورځو راهیسې په هلمند کې جګړه دوام لري او ګڼې کورنۍ یې له خپلو کورونو بیځایه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...