Homeخبرونهپکتیکا کې د طالبانو د کوټې شورا یو مهم غړی ووژل شو

پکتیکا کې د طالبانو د کوټې شورا یو مهم غړی ووژل شو

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د پکتیکا ولایت سیمه ییزو چارواکو د طالبانو د کوټې شورا د یوه مهم غړي، ملا عبدالکریم د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د پکتیکا د امنیه قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا عبدالکریم نن ماسپښین د جانیخیلو ولسوالۍ جمجمې سیمه کې د پولیسو لخوا هغه مهال وژل شوی چې غوښتل یې له دې سیمې څخه تېر شي.

سرچینه کاږي د وژل شوي کس جسد د جګړې په میدان کې پاتې او دوه نور ملګري یې سخت ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د یادو کسانو یو میل کلاشنکوف، یوه کشفي مخابره او یو موتر سایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، طالبانو تېره شپه د سروبي ولسوالۍ اړوند د منګاروتوی پر پوستو ډله ییز برید کړی چې دوه تنه طالبان پکې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د چارواکو په وینا په دې نښتو کې پولیسو ته کوم زیان نه دی او ښتی. طالبانو تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...