Homeخبرونهسږ کال د دایکندي ولایت د مڼو باغونو ۳۵ زره ټنه حاصلات...

سږ کال د دایکندي ولایت د مڼو باغونو ۳۵ زره ټنه حاصلات ورکړل

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات وايي، چې سږ کال د دایکندي ولایت د مڼو باغونو ۳۵ زره ټنه حاصلات ورکړل.

ددې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دایکندي کې د مڼو د ۲۱ سړو خونو کارونه په چټکۍ سره روان دي او ۷۰ سلنه یې بشپړ شوي دي.

دا خونې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په چوکاټ کې د ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت سره جوړېږي، چې لس سلنه لګښت یې د کروندګرو له خوا ورکول کېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې هره سړه خونه د شاوخوا ۲۵ مټریک ټنه مڼو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

د بادامو تر څنګ مڼه هم د دایکندي له عمده مېوو څخه ده چې په پراخه کچه په دغه ولایت کې تولیدېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...