Homeخبرونههرات کې ماین چاودنې ۱۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

هرات کې ماین چاودنې ۱۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۲) په هرات ولایت کې د سړک د غاړې د یوه ماین چاودنې ۱۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده..

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې د هرات ولایت، کشک کهنه ولسوالۍ په باتورخاني سیمه کې نن چهارشنبه له غرمې وروسته د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه ملکي وګړي وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

هغه زیاته کړې چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ارین ویلې چې دغه ملکي وګړي د یو واده مراسمو ته روان وه چې د سړک غاړې ماین پرې وچاودید.

ارین د چاودنې پړه پر طالبانو اچولې ده خو د یادې ډلې په ګډون هیڅ یوې وسله والې ډلې تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...