یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونههرات کې ۵۰ سلنه د ښوونځیو زده کوونکي په کورونا ویروس اخته...

هرات کې ۵۰ سلنه د ښوونځیو زده کوونکي په کورونا ویروس اخته شوي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د هرات روغتیايي مسؤلان وايي، په دې ولایت کې له ۴۰ تر ۵۰ سلنه زده‌ کوونکي په کورونا ويروس اخته شوي دي.

د هرات د عامې روغتيا د رياست وياند محمد رفیق شېرزي ویلي چې د دوی د څار ټیمونو په ناڅاپي توګه په دغه ولایت کې له ښوونځيو لیدنه کړې او له ۳۵۰ نجونو او هلکانو یې د کورونا ټېسټونه اخیستي دي.

د ښاغلي شېرزي په خبره، له دې ډلې د ۱۵۳ کسانو پایلې مثبتې ښودل شوي، خو په وینا یې پر کورونا د اخته زده کوونکو روغتیايي وضعیت ښه دی.

د نوموړي په وینا، په وروستيو دوو اونيو کې د کورونا ويروس د مثبتو پېښو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

تر دې وړاندې د فراه روغتيايي چارواکو هم ويلي وو، چې په دې ولایت کې ۳۰ سلنه هغه ماشومان چې عمرونه يې له ۵ کلونو کم دي د کورونا نښې پکې لیدل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب