Homeخبرونهباجوړ کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

باجوړ کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړه باجوړ کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته وسله وال برید شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دې برید کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

باجوړ کې د پاکستاني پوځ چارواکي بابر افتخار په خبره نن سهار په یاده سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته برید شوی چې دوه پاکستاني پوځیان پکې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان پوځ هم په باجوړ کې د پوځیانو پر پوسته برید تایید کړی، خو ویلي یې دي چې په دې پېښه کې یوازې یو پوځي وژل شوی دی او یو بل ټپي دی.

د پوځ په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې ترهګر تر برید وروسته افغان خاورې ته پناه وړې ده.

د کارپوهانو په وینا پاکستان ځکه افغان خاورې ته د ترهګرو د اوښتو مسئله یادوي، چې دا هېواد غواړي د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې خپلو تحرکاتو ته توجیهات پیدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...