Homeخبرونهد جګړې ۴مه ورځ؛ د ملي دفاع سرپرست وزیر او جنرال سکاټ...

د جګړې ۴مه ورځ؛ د ملي دفاع سرپرست وزیر او جنرال سکاټ مېلر هلمند ولایت ته تللي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د هلمند د عمومي وضعیت ارزونې په موخه ددغه ولایت مرکز لښګرګاه ته رسېدلی دی.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې ښاغلي خالد د هلمند له والي جنرال یاسین او یو شمیر نورو لوړ پوړو چارواکو سره کتلي او ددغه ولایت په امنیتي وضعه یې خبرې کړي دي.

اسدالله خالد د هلمند له والي جنرال یاسین او یو شمېر نورو چارواکو سره په امنیتي وضعیت ناسته کړې

ویل کېږي له اسدالله خالد سره د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ملتیا کوي.

ښاغلی خالد په داسې مهال هلمند ته تللی، چې طالب جنګیالیو له تېرې یکشنبې ورځې راپدېخوا د لښکرګاه ښار په ګډون په یو شمېر سیمو بریدونه پیل کړي چې اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

د معلوماتو له مخې تر اوسه ددې نښتو له امله له ۵ زره زیاتې کورنۍ بېځایه شوي دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم دواړو لوریو ته د اوښتې مرګژوبلې په هکله کره جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د امنیتي چارواکو د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه ددې جګړو له امله له ۲۵۰ زیات طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې نن د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې دوه د ملي اردو څرخکې چې د ټپیانو د انتقال لپاره ورغلې وې رالوېدلي او ۹ کسان پکې وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ددې څرخکو د رالوېدو لامل تخنیکي ستونزه یاده کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...