جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د غزني د قره باغ ولسوالۍ د روغتون وسایل لوټ کړل

طالبانو د غزني د قره باغ ولسوالۍ د روغتون وسایل لوټ کړل

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۳) وسله والو طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالي کې یوازینی روغتون بند کړی او د ولسوالۍ اوسېدونکو ته یې ویلي چې له کوټې څخه دوی ته امر شوی چې د روغتون وسایل د اندړو سیمو ته ولېږدوي چې د دوی تر کنټرول لاندې ده.

د قره باغ ولسوالي څو تنو اوسېدونکو تاند ته وویل، طالبان درې ورځې وړاندې د ولسوالۍ روغتون ته، چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې و، ننوتل او ټول وسایل یې ترې بار کړل.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې سپینږیرو طالبانو ته عذر وکړ چې روغتون بند نه کړي او وسایل یې لوټ نه کړي خو هغوی ویل چې دوی ته له کوټې څخه امر شوی چې د اندړو په سیمه کې طالبان د روغتون وسایلو ته اړتیا لري.

قره باغ د غزني یوه ګڼ نفوسه او لویه ولسوالي ده او یوازې یې یو روغتون درلود.

طالبانو د دې ولسوالي، چې شاوخوا اتیا سلنه اوسېدونکي یې پښتانه دي، ډېر کلونه د پښتون مېشتو سیمو ښوونځي هم بند کړي وو خو په وروستیو کلونو کې یې یوازې هلکانو ته اجازه ورکړې چې زده کړې وکړي او نجونې یې لا اجازه نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د دې ولسوالۍ په هزاره مېشتو سیمو کې هلکان او نجونې له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په ازاد ډول زده کړې کوي.

4 COMMENTS

  1. نو دوی چی د عشر، ذکات، تریاکو، مالیو، چرسو او معدنو یو نیم میلیارو دالر اخلی په هغی یی ولی نه اخلی؟
    که هغه پیسی د تالب مشرانو او پنجابی کرنیلانو دی؟

  2. طالب خو د پښتون دښمن دی آيا په تيرو نولسو کلونو کې يو ځل هم دوی هزاره ميشتې سيمو ته ورغلي هلته يې مقاومت کړی نه ځکه چې طالب د پنجاب او ايران اجير غلامان دي او خاص د پښتنو بربادولو ته بيدار دي.

  3. دا خا ینان ولی د پنجابی بادار نه د زخمیانو ددرمل لپاره پیسی نه اخلی۰
    هر یو مشران یی څلور څلور ودونه کوی۰هو د مظلوم ولس عامه مالونه چور کوی۰
    هلمند د برق سب استیشن یی چور کړ۰اوس یی اخری سلګی دی چور چپاول یی شروع کړای دی۰لعنت به پردو اجیرانو

  4. زه نه متعجب کېږم
    د هلمند چور
    تېر کال د غزبي ښار ته اور اچول
    د پله سرک کلینیک مکتب ورانول
    او ….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب