جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاسدالله خالد: د لشکرګاه ښار د نیولو لپاره د طالبانو پلان ناکام...

اسدالله خالد: د لشکرګاه ښار د نیولو لپاره د طالبانو پلان ناکام شو

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۳) د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن په لشکرګاه کې وویل، په دې ولایت کې به امنیت ‌ېر ژر عادي حالت ته راوګرځي.

ښاغلی خالد، چې د لشکرګاه ښار پر شاوخوا او څو ولسوالیو د طالبانو له پراخو حملو وروسته لشکرګاه ته تللی، د طالبانو د بریدونو د هدف په اړه وویل «طالبانو غوښتل چې لشکرګاه ښار ونیسي، الحمدالله چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په اتلولۍ او د هلمند د خلکو په همکارۍ د طالبانو دغه پلان خنثی شو.»

له هلمند څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې لا هم په نادعلي او ناوې ولسوالیو او باباجي سیمه کې سختې جګړې روانې دي خو طالبان له لومړنیو پرمختګونو سره سره چې په دغو سیمو کې یې د روانې اوونۍ په پیل کې کړي، له وړاندې تګه پاتې شوي دي.

د هلمند چارواکي او د دفاع سرپرست وزیر هم ونه ویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې ولایت کې کومه له لاسه وتلې سیمه بېرته نیولې وي.

اسدالله خالد وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به ژر د لشکرګاه ښار له شاوخوا سیمو څخه وسله وال طالبان پاک کړي.

د طالبانو د حملو په نتیجه کې د لشکرګاه له شاوخوا ولسوالیو څخه لږترلږه ۳۵ زره تنه لشکرګاه ښار ته تښتېدلي دي.

بې ځایه شوي ماشومان، ښځې، سپینږیري او زړې ښځې په خورا سخت حالت کې شپې ورځې تېروي.

په افغانستان کې د امریکا پوځي قوماندانانو د طالبانو وروستۍ حملې له امریکا سره د طالبانو د قطر د فبرورۍ د نهه ویشتمې نېټې د موافقې سرغړونه بللې ده.

1 COMMENT

  1. ښاغلی اسدالله خالد صاحب سلامونه می قبول کړی۰
    ستاسی خدمت د قدر وړ دی وطنوال باید پوه وی چه د ملی دفاع وزارت تاسی مخ په سمون
    او ترقی روان کړای دا حقیقت دی چه په لږو تجهیزاتو مو د وطن کلکه دفاع وکړه۰
    ددشمن تر شا پاکستانی جنرالان ولاړ دی ۰
    دافغان ملی اردو قهرمانی د افتخار وړ ده۰
    ژوندی سرلوړی دی وی د افغانستان ملی دفاعی ځواکونه۰

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب