چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامریکایي سناتور: ټرمپ له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په برخه کې...

امریکایي سناتور: ټرمپ له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په برخه کې جدي دی

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۱) امریکایي سناتور وایي ټرمپ له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو په برخه کې جدي دی.

سناتور راند پال وايي چې تازه یې له ولسمشر ټرمپ سره د افغانستان د وضعیت پر سر خبرې کړې دي.

د هغه په وینا ټرمپ ژمنه کړې چې ژر تر ژره به له افغانستان خپل سرتېري وباسي.

د نوموړي په خبره ټرمپ د سرتېرو د ایستلو په برخه کې جدي دی او هغه په تمامه مانا غواړي د امریکا ناپایه جګړې پای ته ورسوي.

ټرمپ څو ورځې وړاندې په ټوېټ پیغامونو کې ویلي وو چې ژر به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي هغه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو لپاره دوه میاشتې وخت ورکړی دی.

دې مسئلې په امریکایي حکومت کې ګڼ غبرګونونه لرلي دي او ډېر امریکایان یې کمپایني څرګندونې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب