جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد امریکایي ځواکونو د وتلو پر سر د سپینې ماڼۍ او پنټاګون...

د امریکایي ځواکونو د وتلو پر سر د سپینې ماڼۍ او پنټاګون ترمنځ اختلافات راپورته شوې

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۱) له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو پر سر د سپینې ماڼۍ او پنټاګون ترمنځ اختلافات رامنځ ته شوي.

د امریکایي ملټري ټایمز د راپور له مخې د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ رییس جنرال مارک میلي په خپله تازه مرکه کې د ټرمپ او د هغه د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې احساساتي او غیر عملي بللې دي.

د هغه په خبره له افغانستان د ځواکونو وتل او په دغه هېواد کې د جګړو پای ته رسول باید مسوولانه وي او په دومره بېړه غیر عملي څرګندونې کول د امریکا د ملي امنیت په زیان دي.

مارک میلي ویلي دوی خپلو امکاناتو او پلانونو ته په کتو په دې باور دي چې له افغانستان د سرتېرو ایستل امکان نه لري بلکې دغه پرېکړه باید شرایطو ته په کتو وشي.

هغه ټینګار کوي چې په افغانستان کې لا هم د امریکايي نظامیانو ماموریت ته اړتیا ده او عجولانه پرېکړې به د امریکا ملي امنیت او ګټو ته خطرونه جوړ کړي.

دا خبرې داسې مهال راپورته کیږي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوې چې د طالبانو یو مهم شرط همدا چې باید بهرنیان له افغانستان څخه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب